نوراحمد خالدی د ۱۳۲۸ل. کال دسلواغې په نهه ویشتمه (۱۹۵۰م.کال) کې د هرات د ولایت د غوریان په ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي. پلار یې ارواښاد نیک محمد خان خوګیاڼی هغه مهال د غوریان د ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه دنده لرله. د داکتر خالدی مور خدای بخښلې رحیمه د پلار له لوري بارکزایی او دمور له خوا د بایان تاجیک او دري ژبې وه.
نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د هرات د (موفق) په ښوونځي کې پیل او د کابل ښارد سید جماالدین په ښوونځي کې یې دوام ورکړ، دٔ ثانوی دورې څوټولګي یې د کابل ښار دغازی، او وروسته یې د فراه د ابونصر فراهی اود هرات ښار د سلطان په لیسه کې بشپړې کړې او په ۱۹۶۷م.کال د کابل ښار د ٔ حبیبیې له لیسې څخه ٔ فارغ شو.
داکتر خالدی په ۱۹۷۲م. کال کې خپل لیسانس دیپلوم د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه د ملی اقتصاد په څانګه کې د ممتاز فارغ التحصیل په توګه، دهغه وخت د صدراعظم محمد موسی شفیق له لاسونو واخیست. دې پسې وروسته نوموړي خپل د ماستري دیپلوم د نفوسو دعلومو په څانګه کې په ۱۹۸۴م. کال د بمبئ د ښار د نفوسو د نړیوال انستیتوت څخه او بیایې په ۱۹۹۰م. کال کې (دآسترلیا لومړني وګړي یا ابورجنی) په برخه کې د درې کلنې څېړنې دورې په پای ته رسولو سره او په بریالیتوب سره یې د تېزس په لیکلو سره خپله دوکتورا چې په آسترالیا، نیوزیلند او امریکا کې درې تنو پروفیسورانو ارزیابی او منظور کړې وه، د دموگرافی یا د نفوسو د علم په څانګه کې د استرلیا له ملی پوهنتون څخه ترلاسه کړه.
نوراحمد خالدی دولس کاله په افغانستان کې د پلان په وزارت ، د احصائیې مرکزی ادارې او د عامې روغتیا په وزارت کې په کابل کې دندې ترسره کړي دي.
داکتر خالدی د۱۹۸۵م. کال په پای کې د ناوړه سیاسی او امنیتی شرایطو له امله له خپلې کورنۍ سره له افغانستانه ووت، لومړی هند ته ولاړ او بیا له هغه ځایه په ۱۹۸۶م. کال آسترالیا ته مهاجر شو.
نوموړي له ۱۹۸۹ تر ۲۰۱۴م. کلونو پورې، پينځه ویشت کاله د استرلیا فدرال حکومت اود نیوساوث ویلز او کوینزلند ایالتي حکومتونو کې بېلابیلو دریځونو او مسوولیتونو کې دنده ترسره کړی ده. په دې لړ کې یوه موده د آسترلیا د حکومت د کابینې او صدراعظم دیپارتمنت کې سرمشاورو، چې دا مهال یې د ابورجنی په چارو کې د وزیر له هدایت سره سم؛ یو مفصل څېړنیز راپور د ابورجنی د ځوانانو په اړه چمتو کړ چې د استرلیا د ابورجنی ځوانانو د ژوند د وضعیت د ښه کولو په خاطر د دولت په پروګرامونو ګی ورڅخه کار واخیستل شو.
داکتر خالدی څوکلونه د نویمې لسیزې په ترڅ کې په نیوکالیدونیا کې د پسیفیک د جنوب د حوزې د هیوادونو لپاره د نفوسو د متخصص په توګه هم کار وکړ او د فیجی، ونوواتو، سولومان آیلندز، مایکرونیشیا، پلاو، گوام، او هیوادو ته یې بیلابیل سفرونه کړي او د دغو هیوادو د نفوسو په چارو کې یې بیلابیل راپورونه لیکلي دي.
دوکتور خالدی په افغانستان کې د خپل کار په موده کې د نورو دندو تر څنګ؛ په مهمو کورنیو او بهرنیو کنفرانسونو کې د نفوسو او کورنۍ د پالیسی او اقتصادی چارو په برخوکې د دولت عالیرتبه مقاماتو ته مسلکی اواساسی ویناوې ترتیب او تنظیم کړي دی، چې په دې ډله کې په ۱۹۷۷م. کال کې د اقتصاد په برخه کې د ولسمشر محمد داوود وینا او په سریلانکا کې د آسیا او پسیفیک د ۱۹۸۲م. کال د سیمه ییزکنفرانس او په مکسیکو کې په ۱۹۸۴م. کال کې د ملګرو ملتونو د نړیوال کنفرانس لپاره د افغانستان د هیئت اساسی ویناوې هم راځي.
د داکتر خالدی یو شمېر مقالې په نړیوالو اکاډمیکو او مسلکی خپرونو او کورنیو او بهرنیو رسنیو کې خپرې شوي دي. دوکتور خالدی یو داستاني کتاب هم د۲۰۱۱م. کال دپېښو پربنسټ او په افغانستان یې د اغیزو په اړه د "د اوالانچ" تر نوم لاندې په انګلیسی ژبه لیکلی دی. په دې وروستیو کې یې د "افغانستان، مردم، تاریخ و سیاست" په نوم یو کتاب په ۴۸۲مخونو کې په دري ژبه په آسترالیا کې بشپړ کړی چې په کابل کې چاپ او خپوروشو او ټولې نسخې یې پلورل شوي دی. ددی کتاب پښتو ژباړه د ذبیح الله خوګیانی لخوا شویده.
نوموړي په ۱۳۵۴ م. کال له نادره سکندری سره واده کړی چې د ابوبکر او مریم په نومونو یو زوی او یوه لور لري. له ۱۹۸۶م. کال څخه را په دې خوا له خپلې کورنۍ سره په آسترالیا کې ژوند کوي.
دوکتور نور احمد خالدی په دري ژبه شعر لیکي او د هیواد یو شمیر نامتو هنرمندانو او ځوانو سندربولو یې له شعرونو څخه خپلو سندرو کې استفاده کړې ده لکه احمدولی، حیدر سلیم، غوث نایل، احمد شاکر، میرویس نصیر او بارق نصیر او نورو.
Materials of this website can be used and reproduced only with due reference to this website.
نقل و تکثیر مجدد مندرجات این وبسایت با ذکر منبع و ماخذ مجاز میباشد