د ایراني مشرانو په لاس د نادر افشار له وژل کېدو وروسته احمدشاه بابا کندهار ته ځي او هلته د نوي افغانستان بنسټ ږدي، آزادخان افغان په هغه وخت کي تر احمدشاه بابا په عمر زیات وو او نسبت احمدشاه بابا ته ئې سیاسي او نظامي تجربه ډېره وه. د ایران د پولو ټینګولو له پاره یې د یاغیانو او شورشیانو سره مقابله کړې ده او د خراسان له سیمو نیولې، چي د ننني افغانستان لوېديځي سیمي پکښي شاملي وې، د ایران شمالي سیمي، اصفهان، شیراز، آذربایجان، ګُرجستان او کُردستان تر خپلي ولکې لاندي راوستلي ول. دوه ځلي ئې د صفویانو پایتخت چي اصفهان وو تر خپلي ولکې لاندي راوستلی دئ. په خپل نامه يې سکه وهلې، په آذربایجان او کُردستان کښي ئې حکومتونه جوړ کړي دي او په تاریخ کښي ئې د هغه هیوادونو د مشهورو خلکو او واکدارانو په نوملړ کښي خپل نوم ځای کړی دئ.
Materials of this website can be used and reproduced only with due reference to this website.
نقل و تکثیر مجدد مندرجات این وبسایت با ذکر منبع و ماخذ مجاز میباشد