ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې کتاب یو څیړنیز تاریخي اثر دی چې د سکندر مقدوني او د یونانیانو په اړه د ننني افغانستان سیمې ته د هغوی د راتګ، کړنو، سیاست او حکومت په اړه تاریخي بحث کوي. دا څېړنیز اثر د لیکوال یوه سریزه، اړین اصطلاحات او لسګونه محوري مطالب لري. د کتاب ټوله منځپانګه همدا ده چې سکندر څنګه د ننني افغانستان سیمې ته راغی، علت یې څه وو، د یونانیانو په راتګ سره څه پېښ شول، همدارنګه دغه بهرنی حضور څرنګه پای ته ورسېد او تر ننه یې افغانستان او سیمې ته کوم تاریخي، نظامي او فرهنګي اثار پر ځای پرېښي دي.
د کتاب لیکوال په کابل کې د مخابراتو او ټیکنالوجي د انستیتوت پخوانی استاد او د ملګرو ملتونو د سازمان پخوانی مامور دی.
د لیکوال د دې لیکنې موخه او هیله دا ده چې د افغانستان اکاډمیک بنسټونه او د تاریخ میوال له دې اثر څخه د یوې کره او مهمې تاریخي سرچینې په توګه کار واخلي او د تاریخ پوهاوي او بډاینې یوه باوري مرجع په توګه وکارول شي.
Materials of this website can be used and reproduced only with due reference to this website.
نقل و تکثیر مجدد مندرجات این وبسایت با ذکر منبع و ماخذ مجاز میباشد