دا کتاب د افغان- انګلیس د لومړی جګړې (۱۳۳۹-۱۸۴۲م) هغه ورځني یاداشتونه دي چې د یوې انګریزی میرمنې لخوا لیکل شوي دي، چې فلورینتا سیل نومیدله او د جنرال سیل میرمن وه، کوم په هماغو ورځو کې په جلال آباد کې د افغانانو د محاصرې لاندې بند پاته وو. دا یاداشتونه بیا په لومړی ځل د کتاب په شکل په کال ۱۸۴۳م کې په لندن کې چاپ شو. کتاب له انګریزي ژبې څخه پښتو ته د عتیق ځاخي لخوا په پښتو ژباړل شوی دی. عتیق ځاځی په کابل کې د مخابراتو او ټیکنالوجي د انستیتوت پخوانی استاد او د ملګرو ملتونو د سازمان پخوانی مامور دی. د کتاب په پیل کې ژباون په یوه سریزه کې په هغې زمانې کې د افغانستان او سیمې په هکله یو لنډیز ورکړی دی چې د انګریزانو د تجاوز مخکې څه حالات وو او افغانستان ته ددوی د راتګ علتونه څه وو. او بیایي د کتاب په پای کې په یوه آخریزه کې د افغان-انګلیس د لومړی جګړې په وروسته حالاتو هم لنډ معلومات ورکړي دي.
Materials of this website can be used and reproduced only with due reference to this website.
نقل و تکثیر مجدد مندرجات این وبسایت با ذکر منبع و ماخذ مجاز میباشد