انجمن تاریخ افغانستان   Afghan Historical Society   دافغانستان د تاریخ ټولنه
د افغانستان د تاریخ د ټولنی وبسایت ته ښه راغلاست
په لاندی تڼۍ کلیک وکړۍ او د ټولنی غړی شۍ



Bank Account Details:

Account Name: Afghan Historical Society
Bank Name: Commonwealth Bank of Australia
Account Number: 064185 10543847
Branch Address: North Lakes, Qld, Australia 4509
BIC/Swift Code: CTBAAU2S

بسم الله الرحمن الرحیم

سریزه

د هېواد تاریخ، دهغه مادی او معنوي آثار، زموږ د نیکونو ګرانبیه شتمني او میراث دی. ښکاره خبره ده چې د تاریخي پېښو مطالعه، تحقیق/څېړنه او درک د تجاربو او ډېر ښه درک دزیاتېدو او د ټولنې د راتلونکې پرمختیا د لارې د هوارېدو لامل کیږي. موږ هغه وخت راتلونکې ډېره ښه په پام کې نیولای شو چې تېرمهال مطالعه کړو. چا چې له تاریخ زده کړه کړي وي، لږ تېروتنه کوي. د هر هېواد خلکو او هر ملت ته د تاریخی ملی هویت پېژندنه او بیانول، له ډېرو پخوا او نږدې وختونو څخه عالمانه خبرتیا او د تاریخی مهمو پېښو مستند درک ، دهغو په علتونو او پایلو باندې پوهېدل، یوه حتمی اړتیا ده. خو، له دېرشو کلونو زیا وخت کیږي چې داسې هڅې روانې دي چې د افغانستان د دولت او خلکو د تارخی هویت په اړه شک او تردید رامنځته کړي، کوښښ روان دی چې د یوه غولووونکي "بازنگری تاریخ کشور" عنوان لاندې، جعل په کار واچوي. په دې برخه کې د مذبوحانه فعالیتونو په لړ کې هڅه کوي چې د هېواد د نامتو مورخانو لکه: فیض محمد کاتب هزاره، علامه عبدالحی حبیبی، احمدعلی کهزاد، میرغلام محمد غبار، محمد صدیق فرهنگ او نوروآثار تر برید لاندې راولي، هغو باندې د"تاریخ های درباری و دولتی" مُهر او ټاپه ولګوي، دهغو علمی او تاریخی اهمیت تر پوښتنې لاندې راولي. له نیکه مرغه د هیواد ریښتینو څیړونکو مسؤلو او باخبره پوهانو وکولای شول چې دغه خصمانه ملی ضد هڅې چې د مغرضو پردیو په لمسون د تاریخ د تحریف او جعل لپاره کیږي، شنډې کړي. په عین وخت کې نوي علمی پرمختګونه او تازه لاسته راوړنې او د بشری علومو لکه با لرغونپوهنې، جنیتیک، وګړشمیرنې ، نفوسو او مهاجرت، ژبپوهنې، اتنوگرافی، سیاسي اقتصاد ، جغرافیې او نورو په ډګر کې روشنگرانه لاسته راوړنې د دې سبب شوې چې زموږ مورخان او دانشمندان د تاریخ د بیان لپاره نوي مستند امکانات برابر کړي چې پخوا د پوهانو او مؤرخانو په واک کې نه وو. له بده مرغه د هېوا وروستیو څلوېښتو کلونو د تاریخ او بشری علومو په تحلیل او مطالعه کې لویه خلا او تشیال رامنځته کړی و. له بلې خوا اوس موږ ته د پخوا په پرتله نوی اخځ، سرچینې او بډایه منابع مهیا او په واک کې دي، چې د هغو په رڼا کې باید نوي او لا زیات تالیفات او تحقیقات ترسره کړو. په همدې موخه زموږ یو شمېر څېړونکو او لیکوالو په ګډه پرېکړه وکړه چې د (انجمن تاریخ افغانستان/ دافغانستان د تاریخ ټولنه/Afghan Historical Society) په نوم یو بنسټ جوړ او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه . دا بنسټ به په مستند او عالمانهٔ ډول تاریخ بیان او زموږ تارخي او ملي هویت ملی به را وپېژني. نو ځکه دغه اساسنامه تصویب شوه.




   

لومړی فصل

عمومی احکام

لومړۍ ماده

۱.د ټولنې نوم په پښتو، دری او انګلیسی ژبو داسې دی:
د افغانستان د تاریخ ټولنه / انجمن تاریخ افغانستان/ Afghan Historical Society چې وروسته له دې په دې اساسنامه کې په لنډیز سره د "ټولنه" په نوم یادیږي.



دوهمه ماده

حقوقی ماهیت

۱. ټولنه یو انتفاعی، غیر سیاسی او خپلواک تعلیمی، تحقیقی، علمی او تخصصی بنسټ دی؛
۲.ټولنه د هېواد دننه اوبهر د بشری علومو اود تاریخ د څانګې د پوهانو او څېړونکو څخه جوړه ده چې په اوطلبانه ډول سره یوځای شوي دي.




   

فصل دوم

موخې اوفعالیتونه

دريمه ماده

موخې او فعالیتونه
څلورمه ماده
۱. د افغانستان د تاریخ او د بشري علومو په څانګو لکه لرغونپوهنې، د هنر تاریخ ، تاریخ لیکلو، ژبپوهنې، ادبی څېړنو، قوم پېژندنې، وګړپوهنې، سیاسی اقتصاد ، انسانی جنتیک، او نورو کې مطالعه او څېړنې کوي ؛
۲.د افغانستان د تاریخ د ښه پوهېدو لپاره د پورتنیو څانګو په ډګر کې د علمي څېړنو هڅوونه؛
۳.په حضوري یا هم په مجازي ډولونو سره د پوهنتونونو او نورو ښوونیزو بنسټونو دځوانانو د علمي ظرفیتونو اوچتول ؛
۴.په ملی او نړیواله کچه د افغانستان د تاریخ او تمدن اړوند چارو کې د یو واک لرونکی او معتبرې مرجع په توګه د دې بنسټ تثبیت او د اعتبارلوړول یې؛
۵.د افغانستان د ټولو تاریخي دورو اړونده د ټولو اسنادو، لیکنو، لیکل شویو او نالیکل شویو متنونو راټولول او خپرول؛
۶.د افغانستان د تاریخی او نامتو څېرو د ژوند لیکونو او لاسته راوړنو بشپړول او خپرول ؛
۷.د ولسی روایاتو په اړوند د نکلونو، داستانونو او دفولکلور په برخه کې د معلوماتو راټولول ؛
۸.په دغو څانګو کې د کورنیو او بهرنیو علمی او فرهنګي مرکزونو او موسساتو او بشری څېړنو او د تاریخ د متخصصانو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول، ټینګول او ساتل ؛ او
۹.په چاپي او مچازي بڼو د مهالنۍ( مجلې) او کتاب په بڼه د څېړنو د پایلوخپرول.

   

پنځمه ماده

فعالیتونه

۱.ټولنه د خپلو غړو په هڅه د تاریخ او بشري پوهنو په برخو کې د علمي څېړنو په ترسره کولو او تدریس کې آسانتیاوې رامنځته کوي؛
۲.ټولنه د "د افغانستان تاریخ او تمدن" تر نوم لاندې یوه مجله کې د خپلو غړو او نورو پوهانو علمی ځېړنې اشاعهٔ او نشروي او په همدې نوم هرکال یو کانفرانس جوړوي؛ او
۳.ټولنه د اړتیا په مهال د وبسایت، مخامخ حضوری او یا هم د مجازی غونډو، ورکشاپونو، مرکو، سیمینارونو او نورو وسایلو او ټولنیزو رسینیو له لارې خپل فعالیتونه خپروي.

   

دفعالیتونو معیار -

ټولنه پېژندل شوي نړیوال علمی او اکادمیک معیاورنه خپلو علمی څېړنو کې تطبیق او رعایتوي.

   

درېیم فصل

دټولنې جوړښت او تشکیلات

اول ) د ټولنې غړي

۱.ټولنه بشپړ او افتخاری غړي لري؛
۲.داوطلب غړي د بنسټ اساسنامه د لیکلي غوښتنلیک له مخې مني او د دوو تنو له لیکلي تایید او د رهبري هیٔت له تائید وروسته د ټولنی په بشپړ غړیتوب کې منل کیږي؛
۳.د ټولنې موسس غړي او داوطلب غړي له منل کېدو وروسته د ټولنې د بشپړ رائې لرونکي(واجد رأی) غړي په توګه پېژندل کیږي؛
۴.بشپړ غړي د افغانستان د دولت تابعیت په افغانستان کې دزېږېدو، د افغان موروپلار د نسبیت او یا هم د تابعیت د تر لاسه کولو له مخې پېژندل کیږي؛
۵.افتخاری غړي د رهبري هیٔت دریٔس په بلنه د ټولنې مشاورتی غړیتوب ترلاسه کوي، خو د افغانستان دتابعیت مقید نه دي، دوی د ټولنې په پرېکړو کې د رائې ورکولو حق نه لري ؛ او
۶.ټولنه کولای شي په غیر محدود شمېر غړي ولري.


دوهم )دټولنې تشکیلات:

۱.عمومی مجمع (لویه غونډه)، رهبري هیٔت، د تدقیق او ارزیابی هیٔت ، اداري هیٔت او ځانګړې کمیټې دټولنې مهم تشکیلات دي؛
۲.لویه غونډه(عمومی مجمع)، په عادی ډول په کال کې یوځل دائریږي. په دې لویه غونډه کې ټول بشپړ غړیتوب لرونکي غړي د مساوی حقونو په لرلو سره برخه اخلي؛
۳.د علمي تدقیق او ارزیابی هیٔت دعمومی مجمع له خوا د اکاډمیکو غړو او څېړونکو له منځه غوره کیږي، یو رییس او منشی به ولري او هره میاشت به غونډې ولري؛
۴.د تدقیق او ارزیابی دهیٔت ریٔس د ټولنې د ریاست دنده هم لري؛
۵.اداری هیٔت کې دټولنې داري مرستیال ، خزانه دار او منشی غړي دي چې دچارو د ادارې مسؤلیت او د تفتیش شوي کلني مالی راپور جوړول یې دنده ده او اقلاً میاشت کې یوځل غونډې لري؛
۶.رهبري هیٔت کې د اداري او د تدقیق او ارزیابی د هیئتونو غړي او رئیسان غړي دي چې هرو دریو میاشتو کې یو ځل د ټولنې د رئیس تر مشرتوب لاندی غونډې لري؛ او
۷.اختصاصي کمیټې د رهبری هیٔت له خوا د اړتیا له مخې جوړې او کار به کوي.

اوومه ماده هفتم: دلویې (عمومی) غونډې دندې

لویه(عمومی) غونډه د ټولنې تر ټولو اوچت او د واک لرونکی مرجع ده چې کال کې یوځل د ټولنې د ریٔس تر مشري لاندې جوړیږي، چې لاندنۍ دندې اوصلاحیتونه لري:
1. د اړتیا په صورت کې اود شرایطو و امکاناتو په بدلون سره د اساسنامې بدلون اوتعدیل؛
2. د آزادو او سیده ټاکنو له طریقه د تدقیق او ارزونې د هیٔت د رئیس او غړو او د اداری هیٔت ټاکل؛
3. د ټولنې د رئیس له خوا د مالي کلني تفتیش شوي راپور اورېدل او دهغه تصویبول او د ټولنې دبل راتلونکي کال د پروګرام او بودجې تائیدول ؛ او
4. د ټولنې د مُهر او آرم ټاکل.

اتمه ماده : د تدقیق او ارزونې د هیٔت دندې

۱.په څېړنیزو چارو کې د لومړیتوبونو ښودل، څېړونکو ته دندې سپارل، دعلمي او څېړنیزو کمیټو جوړول؛
۲.د کمیټو د دندو د لایحې ټاکنه؛
۳.د کمېټو د مسؤلینو ټاکنه؛
۴.د کمیټو د راپورونو اورېدل؛ او
۵.له ملی او نړیوالو څېړنیزو او علمي مرکزونو، علمي شخصیتو او څېړونکو سره د اړیکو ټينګول.

څلورم فصل

واکونه

نهمه ماده: حقوقی واک

۱. ټولنه لکه دیوه حقوقی شخص او لکه د یو وګړي(شخص) په شان واکونه لري؛
۲.کولای شي قرارداد لاسلیک کړي؛
۳.د خپلو دندو د پرمخ بیولو په خاطر پېرودنې، معاملات او د جایدادونو خرڅلاو ترسره کولای شي؛
۴. د خپلوخدماتو او آسانتیاوو راوستو په وړاندې پیسې اخیستلای شي؛
۵.دخپلو فعالیتونو لپاره څه چې اړتیا وي، هغه ترسره کولای شي؛
۶. دخپلو فعالیتونو لپاره پولی مرستې له بېلابېلو سرچینو ترلاسه کولای شی، چې لاندنۍ سرچینې هم پکې دي:
الف: د غړیتوب د کلنیو ونډو او د غړو حق الشمول؛
ب: د نړیوالو سازمانو او دولتونو بلاعوضه مرستې؛
ج: د ټولنې له غړو او نورو مراجعو څخه اعانه؛ او
۷.ټولنه کولای شي دخپلو دندو د ترسره کولو لپاره دمزد او معاش په ورکولو سره گارگران او کارکوونکي وګوماري.

 

لسمه ماده: نشان او لوگو

۱. ټولنه خپل ځانګړی نشان او لوگو لري.
۲. دټولنې د لوگو ځانګړتیاوې دا دي: د ملي آرشیف د ودانۍ د ننوتلو د درشل رنګه انځور چې په دایره کې راغلی او د ټولنې نوم ورباندې په پښتو، دری او انگلیسی ژبو لیکل شوی دی (دافغانستان د تاریخ ټولنه/ انجمن تاریخ افغانستان/Afghan Historical Society). او دټولنې د جوړېدو کال په انگلیسی باندې ورلاندې لیکل شوی دی. دا لوگو د بنسټ په طغرا(مُهر) کې هم انځور او دبنسټ په اسنادو باندې او نورو ځایونو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

 

یوولسمه ماده: نشرات او تبلیغات

۱. دټولنې نشراتی اوتبلیغاتی چارې د نشراتو(خپرونو) د کمیټې له خوا پرمخ ځي؛ او
۲. ټولنه ځانګړی وبسایت او انترنتی دومین لري، چې د رسمي ایمیل لرونکی دی او همدارنګه سوشیال میدیا څخه کار اخلي چې د نشراتو او تبلیغاتو د کمیټې له خوا اداره کیږي.

 

دولسمه ماده: دټولنې پته

۱. دټولنې پته(آدرس) په هغه ښار کې ده چې هلته ټولنه په قانونی بڼه راجستر شوې ده او موقعیت بکې لري.
۲. دټولنې دایمیل پته د ټولنې د اداري هیٔت له خوا اداره کیږي.

 

پنځم فصل

انحلال

دیارلسمه ماده: د انحلال شرایط

۱. که چېرې ټولنه ونشي کولای د یو شمېر عواملو له مخې، اساسنامې سره سم خپلې دندې ترسره کړي؛
۲.که چېرې په سلو کې پنځه اویا غړي په لویه یا عمومی غونډه کې د هغې د انحلال رأیه ورکړي؛ او
۳. کله چې د اساسنامې کوم مخالف عمل ترسره کړي یا مالی افلاس سره مخ شي.

 

څوارلسمه ماده: دټولنې شتمني ورو سته تر انحلال

د ټولنې شتمني او نور هرهغه څه چې ورپورې اړه لري، له انحلال وروسته، دټولنې غړو یا د رهبري مقاماتو ته نه ورکول کیږي، بلکې د دې په ځای د افغانستان دننه د افغانستان دولتی علمی او څیړنیزو مؤسساتو (د افغانستان دعلومو اکاډمی اویا ملی ارشیف) ته سپارل کیږي.

 

شپږم فصل

غړیتوب، دغړیتوب او اخراج شرایط او د غړو حقوق اوجایب

پنځلسمه ماده: دغړیتوب شرایط

1. د بشپړغړیتوب داوطلب چې د رائې ورکولو واک لري، باید افغان وي او د اتلس کلنۍ سن یې پوره کړی وي؛
2. افتخاری داوطلب چې د رأی ورکولو واک نه لري، کوم قید کې نه راځي او د افغانستان افغانی نسبیت ورته شرط نه دی؛
3. باید د ټولنې اساسنامه ومني؛
4. دبشریت په وړاندې په کوم جنایت تورن نه وي؛
5. باید د غړیتوب ونډه اوحق الشمول ورکړي؛
6. باید خامخا په یوه څېړنیزه، تخصصي او یا اداري کمیټه او د فعالیتونو عمومی گروپونو کې برخه واخلي؛
7. ټولنه کې غړیتوب په انفرادي بڼه د تحریري غوښتنلیک(دغړیتوب فورم) په سپارلو منل کیږي.

 

شپاړسمه ماده: د ټولنې د بشپړ غړیتوب لرونګو غړو حقوق

۱.د ټولنې د ادارې او فعالیتونو په ټولو برخو کې د انتخاب کېدو او انتخاب کولو حق؛
۲.هر غړی کولای شي خپل وړاندیزونه او سالم انتقادات دټولنې په رسمي جلساتو کې مطرح کړي.

 

اوولسمه ماده: د ټولنې د غړووجایب

۱. د ټولنې له اهدافو څخه د ټولنې دننه او بهر ملاتړ او دفاع وکړي؛
۲. دټولنې لویو غونډو او د ټولنې په نورو جلساتو کې ګډون وکړي؛
۳.دټولنې د ټولو عملی کیدونکو پرېکړو په ترسره کولو کې هڅې وکړي؛
۴.په ټولنه کې علمی او څیړنیزو چارو ته وار په وار ښه والی او بشپړتیا ورکړي؛
۵.په ټاکلي وخت خپلې ورسپارل شوې مسلکی او عملی دندې ترسره کړي؛
۶.ټولنه کې وحدت وساتي، اختلاف ته درناوی ولري او انتظام او ارتباط نور هم کلک، اعتدال مراعات او له هر ډول تعصب څخه ډډه وکړي.

 

اتلسمه ماده: له ټولنې څخه اخراج

دټولنې غړي په لاندې شرایطو کې د رهبری هیٔت له خوا د ټولنې له غړیتوب ایستل کیږي:
الف) که چېرې د بنسټ له نوم اوامکاناتو څخه ناوړه کار واخلي، تعصب ولري، په جعل لاس پورې اویا ملی ګټې ګواښ سره مخ کړي؛
ب‌) په کوم جنایت محکوم شي؛
ج‌) د اساسنامې خلاف عمل ترسره کړې؛ او
د‌) د ټولنې هراخراج شوی غړی حق لري چې دټولنې د رهبري مقام یا د ټولنې لویې غونډې ته د اسنادو او شواهد په وړاندې کولو سره، شكایت وکړي او له غړیتوب څخه د ایستل کېدو دلایل یې دبیاځلی غور او ارزونې لاندې ونیول شي.

 

اووم فصل

د تمویل سرچینې، له هغو څخه داستفادې څرنګوالی او څارنه

نولسمه ماده : مالی سرچینې

۱.دغړیتوب ونډې (کال کې یوځل) اوحق الشمولیتونه (یوځل د غړیتوب د منل کېدو په مهال) اخیستل کیږي؛
۲.د غړیتوب دونډې حق الشمولیت اندازه د رهبری هیٔت له خوا ټاکل کیږي؛
۳.د ټولنې د غړو اعانه او دعلمی مراکزو، سوداګرو، ملی او بین المللی موسساتو، او حقیقی وحکمی شخصیتونو مرستې؛ او
۴.د تمویلوونکو او دونرانو دسرچینو اداره او له هغوی څخه د مرستو ترلاسه کول د اداري هیٔت دنده ده.

 

شلمه ماده: مالی چارې

۱. ټولنه د خپلومالي چارو د اجرا لپاره، په هغه ښار کې یو بانکی حساب پرانیزي چې هلته ټولنه په رسمی ډول راجستر شوې وي؛
۲. اړوند بانک ته د رییس، اداري مرستیال، منشی او خزانه دار لاسلیک ورپېژندل کیږي؛
۳. منشی او خزانه دار دهغه ښار اوسېدونکي دي، چې ټولنه هلته راجستر شوي وي؛
۴. اداري هیٔت دټولنې د نقدی اوجنسی شتمنیو د څارنې مسؤلیت لري او د رهبري هیٔت او د لویې غونډې(مجمع عمومی) په وړاندې ځواب ویونکی دی؛
۵. دغړو حق الشمول، حق العضویت اواعانې د ټولنې په بانکي حساب کې زېرمه او ساتل کیږي؛
۶. د اداري هیئت رئیس تفتیش شوی مالي راپور وروسته د ټولنی د رئیس تر منظوری عمومی یا لویې غونډې ته ارائه کوي.

 

اتم فصل

متفرقه احکام

یوویشتمه ماده: د اداري هیٔت مسؤلیتونه

۱.اداری هیٔت د ټولنې ورخنۍ اداری او مالی چارې تنظیم، اداره او اجرأ کوي؛
۲.د هر مالي کال په پای کې د ټولنې کاري او مالي گزارش ترتیب او راجستر کوونکې مرجع ته یې له اړوندقانون سره سم وړاندې کوي؛ او
۳.دټولنې اسناد دغړو اوکمیټو لست، راپورونه، دڅېړنو پایلې، علمي لاسته راوړنې، اداري، کتبی مکاتبات او برقی او نور اسناد په محرمه او خوندي بڼه په کتبی او برښنایی شکل ثبت او ذخیره کوي.

 

دوه ویشتمه ماده


 

لومړۍ ضمیمهٔ

د ټولنې د مؤسسانو دلویې غونډې د غړو د نومونو لست