انجمن تاریخ افغانستان   Afghan Historical Society   دافغانستان د تاریخ ټولنه
د افغانستان د تاریخ د ټولنی وبسایت ته ښه راغلاست
په لاندی تڼۍ کلیک وکړۍ او د ټولنی غړی شۍ



Bank Account Details:

Account Name: Afghan Historical Society
Bank Name: Commonwealth Bank of Australia
Account Number: 064185 10543847
Branch Address: North Lakes, Qld, Australia 4509
BIC/Swift Code: CTBAAU2S

د افغانستان د تاریخ ټولنه

سریزه

د هېواد تاریخ، دهغه مادی او معنوي آثار، زموږ د نیکونو ګرانبیه شتمني او میراث دی. ښکاره خبره ده چې د تاریخي پېښو مطالعه، تحقیق/څېړنه او درک د تجاربو او ډېر ښه درک دزیاتېدو او د ټولنې د راتلونکې پرمختیا د لارې د هوارېدو لامل کیږي. موږ هغه وخت راتلونکې ډېره ښه په پام کې نیولای شو چې تېرمهال مطالعه کړو. چا چې له تاریخ زده کړه کړي وي، لږ تېروتنه کوي. د هر هېواد خلکو او هر ملت ته د تاریخی ملی هویت پېژندنه او بیانول، له ډېرو پخوا او نږدې وختونو څخه عالمانه خبرتیا او د تاریخی مهمو پېښو مستند درک ، دهغو په علتونو او پایلو باندې پوهېدل، یوه حتمی اړتیا ده. خو، له دېرشو کلونو زیا وخت کیږي چې داسې هڅې روانې دي چې د افغانستان د دولت او خلکو د تارخی هویت په اړه شک او تردید رامنځته کړي، کوښښ روان دی چې د یوه غولووونکي "بازنگری تاریخ کشور" عنوان لاندې، جعل په کار واچوي. په دې برخه کې د مذبوحانه فعالیتونو په لړ کې هڅه کوي چې د هېواد د نامتو مورخانو لکه: فیض محمد کاتب هزاره، علامه عبدالحی حبیبی، احمدعلی کهزاد، میرغلام محمد غبار، محمد صدیق فرهنگ او نوروآثار تر برید لاندې راولي، هغو باندې د"تاریخ های درباری و دولتی" مُهر او ټاپه ولګوي، دهغو علمی او تاریخی اهمیت تر پوښتنې لاندې راولي. له نیکه مرغه د هیواد ریښتینو څیړونکو مسؤلو او باخبره پوهانو وکولای شول چې دغه خصمانه ملی ضد هڅې چې د مغرضو پردیو په لمسون د تاریخ د تحریف او جعل لپاره کیږي، شنډې کړي. په عین وخت کې نوي علمی پرمختګونه او تازه لاسته راوړنې او د بشری علومو لکه با لرغونپوهنې، جنیتیک، وګړشمیرنې ، نفوسو او مهاجرت، ژبپوهنې، اتنوگرافی، سیاسي اقتصاد ، جغرافیې او نورو په ډګر کې روشنگرانه لاسته راوړنې د دې سبب شوې چې زموږ مورخان او دانشمندان د تاریخ د بیان لپاره نوي مستند امکانات برابر کړي چې پخوا د پوهانو او مؤرخانو په واک کې نه وو. له بده مرغه د هېوا وروستیو څلوېښتو کلونو د تاریخ او بشری علومو په تحلیل او مطالعه کې لویه خلا او تشیال رامنځته کړی و. له بلې خوا اوس موږ ته د پخوا په پرتله نوی اخځ، سرچینې او بډایه منابع مهیا او په واک کې دي، چې د هغو په رڼا کې باید نوي او لا زیات تالیفات او تحقیقات ترسره کړو. په همدې موخه زموږ یو شمېر څېړونکو او لیکوالو په ګډه پرېکړه وکړه چې د (انجمن تاریخ افغانستان/ دافغانستان د تاریخ ټولنه/Afghan Historical Society) په نوم یو بنسټ جوړ او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه . دا بنسټ به په مستند او عالمانهٔ ډول تاریخ بیان او زموږ تارخي او ملي هویت ملی به را وپېژني.




   

د ټولنې نوم

۱.د ټولنې نوم په پښتو، دری او انګلیسی ژبو داسې دی:
د افغانستان د تاریخ ټولنه / انجمن تاریخ افغانستان/ Afghan Historical Society
چې وروسته له دې په دې اساسنامه کې په لنډیز سره د "ټولنه" په نوم یادیږي.




حقوقی ماهیت

۱. ټولنه یو انتفاعی، غیر سیاسی او خپلواک تعلیمی، تحقیقی، علمی او تخصصی بنسټ دی؛
.ټولنه د هېواد دننه اوبهر د بشری علومو اود تاریخ د څانګې د پوهانو او څېړونکو څخه جوړه ده چې په اوطلبانه ډول سره یوځای شوي دي.



موخې

۱. د افغانستان د تاریخ او د بشري علومو په څانګو لکه لرغونپوهنې، د هنر تاریخ ، تاریخ لیکلو، ژبپوهنې، ادبی څېړنو، قوم پېژندنې، وګړپوهنې، سیاسی اقتصاد ، انسانی جنتیک، او نورو کې مطالعه او څېړنې کوي ؛
۲.د افغانستان د تاریخ د ښه پوهېدو لپاره د پورتنیو څانګو په ډګر کې د علمي څېړنو هڅوونه؛
۳.په حضوري یا هم په مجازي ډولونو سره د پوهنتونونو او نورو ښوونیزو بنسټونو دځوانانو د علمي ظرفیتونو اوچتول ؛
۴.په ملی او نړیواله کچه د افغانستان د تاریخ او تمدن اړوند چارو کې د یو واک لرونکی او معتبرې مرجع په توګه د دې بنسټ تثبیت او د اعتبارلوړول یې؛
۵.د افغانستان د ټولو تاریخي دورو اړونده د ټولو اسنادو، لیکنو، لیکل شویو او نالیکل شویو متنونو راټولول او خپرول؛
۶.د افغانستان د تاریخی او نامتو څېرو د ژوند لیکونو او لاسته راوړنو بشپړول او خپرول ؛
۷.د ولسی روایاتو په اړوند د نکلونو، داستانونو او دفولکلور په برخه کې د معلوماتو راټولول ؛
۸.په دغو څانګو کې د کورنیو او بهرنیو علمی او فرهنګي مرکزونو او موسساتو او بشری څېړنو او د تاریخ د متخصصانو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول، ټینګول او ساتل ؛ او
۹.په چاپي او مچازي بڼو د مهالنۍ( مجلې) او کتاب په بڼه د څېړنو د پایلوخپرول.

   

د فعالیت ډول

۱.ټولنه د خپلو غړو په هڅه د تاریخ او بشري پوهنو په برخو کې د علمي څېړنو په ترسره کولو او تدریس کې آسانتیاوې رامنځته کوي؛
۲.ټولنه د "د افغانستان تاریخ او تمدن" تر نوم لاندې یوه مجله کې د خپلو غړو او نورو پوهانو علمی ځېړنې اشاعهٔ او نشروي او په همدې نوم هرکال یو کانفرانس جوړوي؛ او
۳.ټولنه د اړتیا په مهال د وبسایت، مخامخ حضوری او یا هم د مجازی غونډو، ورکشاپونو، مرکو، سیمینارونو او نورو وسایلو او ټولنیزو رسینیو له لارې خپل فعالیتونه خپروي.




دفعالیتونو معیار

ټولنه پېژندل شوي نړیوال علمی او اکادمیک معیاورنه خپلو علمی څېړنو کې تطبیق او رعایتوي.


د ټولنې غړي

۱.ټولنه بشپړ او افتخاری غړي لري؛
۲.داوطلب غړي د بنسټ اساسنامه د لیکلي غوښتنلیک له مخې مني او د دوو تنو له لیکلي تایید او د رهبري هیٔت له تائید وروسته د ټولنی په بشپړ غړیتوب کې منل کیږي؛
۳.د ټولنې موسس غړي او داوطلب غړي له منل کېدو وروسته د ټولنې د بشپړ رائې لرونکي(واجد رأی) غړي په توګه پېژندل کیږي؛
۴.بشپړ غړي د افغانستان د دولت تابعیت په افغانستان کې دزېږېدو، د افغان موروپلار د نسبیت او یا هم د تابعیت د تر لاسه کولو له مخې پېژندل کیږي؛
۵.افتخاری غړي د رهبري هیٔت دریٔس په بلنه د ټولنې مشاورتی غړیتوب ترلاسه کوي، خو د افغانستان دتابعیت مقید نه دي، دوی د ټولنې په پرېکړو کې د رائې ورکولو حق نه لري ؛ او
۶.ټولنه کولای شي په غیر محدود شمېر غړي ولري.




   

تشکیلات

۱.دټولنې تشکیلات: عمومی مجمع (لویه غونډه)، رهبري هیٔت، د تدقیق او ارزیابی هیٔت ، اداري هیٔت او ځانګړې کمیټې دي؛
۲.لویه غونډه(عمومی مجمع)، په عادی ډول په کال کې یوځل دائریږي. په دې لویه غونډه کې ټول بشپړ غړیتوب لرونکي غړي د مساوی حقونو په لرلو سره برخه اخلي؛
۳.د علمي تدقیق او ارزیابی هیٔت دعمومی مجمع له خوا د اکاډمیکو غړو او څېړونکو له منځه غوره کیږي، یو رییس او منشی به ولری او هره میاشت به غونډې ولري؛
۴.د تدقیق او ارزیابی دهیٔت ریٔس د ټولنې د ریاست دنده هم لري؛
۵.اداری هیٔت کې دټولنې داري مرستیال ، خزانه دار او منشی غړي دي چې دچارو د ادارې مسؤلیت او د تفتیش شوي کلني مالی راپور جوړول یې دنده ده او اقلاً میاشت کې یوځل غونډې لري؛
۶.رهبري هیٔت کې د اداري او د تدقیق او ارزیابی د هیئتونو غړي او رئیسان غړي دي چې هرو دریو میاشتو کې یو ځل د ټولنې د رئیس تر مشرتوب لاندی غونډې لري؛ او
اختصاصي کمیټې د رهبری هیٔت له خوا د اړتیا له مخې جوړې او کار به کوي.