پوهاند محمدبشيردوديال دعلي محمدخان حسين خېل زوى،په ١٣٤٠ ش. کال دکابل په ولايت کې نړۍ ته سترکې پرانیستي دي. دښوونځی دوره يې دحبيبې په عالي لېسه کې پاى ته رسولي او لوړې زده کړې يې دماسټرۍ ( MS c. Hons)په سويه بشپړې کړي دي،له دی پورته يی د(Micro Economics) يوه دوره د آلمان هيواد د رور-بوخم ( RUB)په پوهنتون کی په برياليتوب سره بشپړه کړی ده. دهيواد دننه اوبهريی ګڼ شميرکنفرانسونو،ورکشاپونواوسيمينارونوکی ګډون کړی دی اومقالی يی اورولی دی. دافغانستان دليکوالواوژورنالستانوداتحاديې غړى، کابل پوهنتون، دننګرهارپوهنتون، خراسان پوهنتون، اریاناپوهنتون او پاکستان کې یې دافغانانو پوهنتون کې بیلابیلو پوهنخیو(کرنې،دوترنری علومو،عامه اداری اوپاليسی، ژورنالیزم اواقتصادپوهنځيو) کې تدریس کړی دی. دافغانستان دعلوموداکاډمۍعلمي غړى اودارياناداېرةالمعارف انستيتیوت مشر،دوترنرۍعلومودپوهنځي مرستيال، پهGTZ/PALکې ترينر، داداري اصلاحاتوپه کمېسون کې دادارې دکورس استاد،په کابل پوهنتون، ننګرهار پوهتون او خراسان پوهنتون کې د ماستری او لسانس دورې استاد پاتې شوی دی. د ننګرهارپوهنتون کې دتقرراو انفکاک دکمېټې غړى، دعلمي ترفيعاتودکمېټې غړى،دکانکوردکمېټې غړى،دپوهنتون داعتبارموندنی دتضمين اوځان ارزونی دکيمټی غړی، د پوهنتون دنصاب د کمیټې مسئول، د لوړو زده کړو د وزارت علمی تحقیق او طبیعی منابعو دڅیړنو اومطالعاتو د امنا عضو، د نشراتودبورداوديوشمېرمجلواواخبارونو (پوهه،انګازه،ارزښت، آرین، ننداره اوافغان يووالي) دليکنې دهئيت دغړي په توګه یې مسئولیتونه ادا کړي دي. د تدریس ترڅنګ، څه موده دننګرهارپوهنتون دنشراتو مدیر،بیاداقتصاددپوهنځي تدريسي مدير،ورپسی د اقتصاد د پوهنځی مرستيال اودرې دورې دپوهنتون دعلمي شوراغړى ؤ.څه موده دپوهه علمی مجلې مسئول مدیر و، د دې ترځنګ په ۱۳۹۲-۹۳کلونو کې د معارف دنصاب نوي کولو کې بوخت و. دوه کاله يې دارياناخصوصي پوهنتون دعلمي مرستيال په توګه، درې کاله دخراسان پوهنتون استاداودماستری دبوردآمراويوکال يې دجامعه العلوم الاسلاميه دمشاورپه توګه دنده درلوده. دننګرهارپوهنتون دعامه اداری اوپاليسی دپوهنځي رييس اوددغه پوهنځي استاد او همدا رنګه په کابل پوهنتون کی دافغانستان دمعلوماتودمرکزداديتوريل بورد غړی او دافغانستان دپوهانو او متخصصانو د ټولنی ( Assembly of Scientists & Experts of Afghanistan)د رهبری دشورا ( RASEA) او موسسینوغړی دی. اوس د افغانستان د لوی قاموس علمی همکاردی. دخپل خدمت په دوره کې يې یوشمیر ستاینلیکونه ترلاسه کړی دی.
همدارنګه پوهاندمحمد بشيردوديال د يوشمېرعلمي اثارولپاره تقريظونه ليکلي اودافغانستان دعلوموداکاډمۍ ،داقتصادپوهنځي، دعامه ادارې او پالیسي اودکرنې پوهنځيو د يوشـــمېراستـادانولارښــوداســـتاداوددفـاع وزارت دســـــتردرســـــتيزدقـــوماندانيت اوقـــرارګاه دکورس دعاليرتبه افسرانولارښوداستادپاتې شوى دى، له ۸۵ عنوانه کتابونو پرته یې تراوسه دايرةالمعارف ته۶٢ ارتيکلونه،يوشميرآنلاین سايتونو، رادیو او مجلو اودهېوادپه نورومطبوعاتوکې يې په پښتو، دري او انګلیسی ژبو ۷۵۹شاوخوا مقالې چاپ اوخپرې شوې دي. د فیلوشیپ برنامو، علمی کنفراسنونو او سیمنارونو کې دګډون اود میلمه پروفیسور په توګه یی یو شمیر هیوادولکه ایران، هند، جرمني، پاکستان، هسپانیا، هنګری، سویس، اتریش، فرانسې او ترکیې ته سفرونه کړي دي. همدارنګه د افغانانو دپیوستون د شورا داقتصاد او دبیوزیلی د له منځه وړلو د کمیسیون عضو او د افغانستان د اوبو او د چاپیریال دمطالعاتو د ملی مرکز ( Afghanistan National Water and Environmental Studies Center-ANWERSA) د هیات امنا غړی و. اوس د افغانستان د تاریخ او بشری علومو د ټولنی غړی دی.
Materials of this website can be used and reproduced only with due reference to this website.
نقل و تکثیر مجدد مندرجات این وبسایت با ذکر منبع و ماخذ مجاز میباشد