سریزه
پاچا امان الله واک ته د رسیدو سره سم، د انګریزانو سره خپل حساب تصفیه او هغوی ته یې وویل چې نور نو دافغانستان په چارو کی هیڅ ډول لاسوهنه نشي کولای. ورپسې یې د ولسونو خیر- ښیګڼه عمرانی چارې، دتعلیم وده، ملی رفاه، نړیوال حیثیت، ملی غرور او نورو مادي او معنوي چارو باندې کار پیل کړ. افغانستان له نن څخه یو سل او شپږکاله کاله مخکې، یعنې په کال ۱۹۱۹م کې د غازي امان الله خان په مشري دمعاصر ژوند په لویه لاره کې قدم کېښود. په هیواد کې ګڼ شمیر اصلاحات، لوی ریفورمونه او ملي شعور کې ژور بدلون راغی. د هیواد نجونو ته دتحصیل زمینه برابره شوه، د افغانستان ښځې له خپلو حقه حقوقو څخه خبرې شوې، اداري بنسټونه ورغول شول، په تجارت او مالي چارو کې لوی تحول راغی او هیواد ته نوی فرهنګ، تکنالوژي، علمي مرکزونه، مطبوعات، عامه خدمات، فابریکې، اقتصادي پلانونه او برنامې معرفي شو ې. لویې اقتصادي پروژې پیل او د لومړي ځل لپاره د ریل پتلۍ، د راډیو دستګاه، دبریښنا دتولید پروژې، د مخابراتو، ټیلفون او مراسلاتو عصري سیستم، دنجونو دتعلیم او باسواده کولو پروګرامونه او د ګمرکي چارو سمون پیل شو. جنسي مالیه لغوه او په عوض کې یې نقدي مالیات وضع کړل شول. دغه اقدام هم د مالیه ورکوونکو لپاره او هم د دولت لپاره څواړخیزه ګټور وو. همدارنګه د تجارت او د سرمایګذاري، له منابعو څخه د استفادې، د بودجې جوړونې، بهرنیو هیوادو سره قراردادونه، د داخلي تولیداتو، د ترانسپورتي شبکو د پراختیا، د اوبو د بندونو، ترانزیت، کاني توکو، د افغانی د ارزښت د ساتنې او نورو برخوکې ژور ریفورمونه راغلل. د دغو اصلاحاتو بهیر په تیرو سلو کلونو کې لا هم خپل ارزښت ساتلی دی. د افغانستان نوی نسل ته په کار ده چې له تاریخ څخه ښه زده کړه وکړي او له تیرو تجربو څخه د یوې پانګې په توګه کار واخلي. موږ باید د راتلونکو بریاوو د ترلاسه کولو لپاره پخواني تجربې او د تاریخ درس مخې ته کیږدو. د غازی امان الله خان له خوا پیل شوی هغه مترقي او روښانه څپرکی چې د ګران هیواد، افغانستان نیکمرغه راتلونکی یې تضمینوله؛ ندی بشپړ شوی، هیله ده چې اوسنی نسل به دغه ناتمام څپرکی بشپړ کړي.
د امانیه دورې ریفورمونه
د امان الله خان حکومت لومړی په کورنیو اصلاحاتو باندې لاس پورې کړ. د افغانستان خلکو سره د پرمختګ هیله وه او ډیر په کلکه یې د دولت ملاتړ وکړ او ټولو ریفورمونو ته یی په عمل کې ښه راغلاست ووایه. هماغسی چې د افغانستان پتمن ولس له انګریزانو سره په جګړو کې په خپل سرو او مال هڅې وکړې، همداسې یې د نوی معارف د خپرولو په لاره کې د خپلو مالیاتو په ورکولو او په څو روپیو کی د څو پيسو اعانی په ورکولو سره چی د معارف اعانه بلل کیده برخه واخیسته او د سړکونو په غځولو کې هم په خپله خوښه حاضر شول او له نویو صنایعو او نوي نظام څخه یې په کلکه ملاتړ وکړ. آن دا چې د هیواد ښځو په هیواد کې دننه ښوونځیو، ارشاد النسوان د جریدې په خپرولو او د ښځو د ملاتړ ټولنې په جوړولو او نورو چارو کې برخه واخیسته. په عمومي توګه خلکو په دغو ټولو نا اشنا ریفورمونو کې پرته له هیڅ تعصب، زور، دود پالنې او کوم منفي غبرګون څخه، له خپل ځوان دولت څخه ملاتړ وکړ. پدې توګه پاچا وکولای شول چې خپل ریفورمونه په لومړی پړاو کې له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۲۴ پورې په بریالیتوب او زړورتوب، د خارجي دسیسو او ارتجاعي قوتونو له مخالفت سره سره تطبیق کړي، خو د ریفورم دوهمه مرحله چې له ۱۹۲۷م څخه وروسته زور ورباندې واچول شو، د هغو د ډیرو لویو ګټورتوبونو سره سره په نطفه کې شنډ کړل شول. دا ځکه چې هغه مهال ولس د فکري نبوغ، له روڼتیا او ویښتابه او د عصري ریفورمونو سره د آشنایي له پلوه له خپلې زمانې څخه وروسته پاته وو. له بلې خو مکار او حیله ګر دښمن په کمین کې وو. استعمار لا هم نه غوښتل چې افغانستان د ترقي په لور ګام اوچت کړي. استعمار غوښتل چې د افغانستان هغه ځوان او مترقی دولت چې هم یې دوی ته ماتې ورکړې وه او هم یې د دوی نړیوال تکبر له خاور سره برابر کړی وو، بیرته معدوم او دغه هیواد یې بیرته د تیارې او وروسته پاتیوالي کندې ته وغورځاوو.
ارتجاع او استعماري قوتونو د ولس له صداقت، اسلامي پاکو احساساتو، ساده او بې الایشه باور څخه ناوړه ګټه پورته کړه او په همدې واسطه یې د دوی مترقي دولت له پښو وغورځاو او د ریفورم په مقابل کې یې ودرول. د امانیه حکومت د اصلاحاتو د دوهم پړاو په وړاندې یو شمیر روحانیونو او فیوډالانو مخالفت وکړ. دغه مخالفت د بهرنیو هیوادونو دسیسه او مداخله وه. دا سمه نه ده چې مونږ ووایو چې امانیه نُهضت د ولس نه خوښیده، بلکې واقعیت دا دی چې عامه اذهان د دغه نهضت په وړاندې په ناوړه توګه تحریک شول. خو که واقعیت ووایو دا ډول قضاوت، چې د اصلاحاتو ناکامي یی یواځې او یواځې د افغانستان ملت جمود او تعصب بللی هم سم نه دی، په واقعیت کی د افغانستان خلکو هم لکه د هرې بلې ټولنې په شان غوښتل چې ترقي وکړي، مګر دلته تحرکات او ناوړه نیتونه وو . د افغانستان تاریخ دا نه راښیي چې د افغانستان خلک دِ په هیڅ دوره کې د تمدن او فرهنګ په وړاندې دریدلی وي او یا دِ مثلاً د خپل استقلال د ناجي په مقابل کی چې د فابریکو ، د وسپنی د پټلی، مدرسو ، ورځپاڼو، تخنیک، علم او فن عصر ته یې معرفی کول، د هغه د مترقي پلان په وړاندی ودریږی . هماغسې یې چی یې د محمود غزنوي پر مهال دا کار نه وو کړی، د استقلال له ګټلو وروسته هم د ترقی او فرهنګ په ضد ونه دریدل. د پردیو د تحریکاتو تر څنګ دلته یو بل عامل هم موجود وو چې هغه د یوشمیر چارواکو بیعدالتي له ولس سره ناوړه چلند او عدم صدافت وو. البته غازي امان الله خان په خپلو مامورینو ډیر باور کړی وو، حال دا چې یو شمیر یې صادق او هیوادپال نه وو. په ډول ډول دسیسو سره ځوان پاچا ته د شکایتونو د رسولو مخه نیول کیده او حقایق ور څخه پټ ساتل کیدل. ځکه نو هماغسې چې زمونږ د خلکو پاڅون تل د ظلم او خیانت په وړاندې وو، نو دا وار یې هم د بهرنیو مغرضو کړیو د تحریک ترڅنګ د ظالمو چارواکو په وړاندې هم پاڅون پیل کړ. یعنې هم بهرني مداخلې او هم تر یوې اندازې داخلي نارضایتي موجودې وې. که نه نو په پیل کې ولس یعنې همدغو خلکو په امانی دوره کې له خپلې بیوزلی سره سره سړکونه جوړ کړل او ښوونځي یې ورغول او د معارف خپرولو ته یې اعانه ورکړه او خپلو مالیاتو کې یې زیاتوالی ومانه. د پکتیا خلکو د هغه وخت د جرایدو په شهادت په خپله سپورې جواري خوړل، خو په خوست، ګردیز، زرمت او څکمنیو کې یې د څلورو ښوونځیو لپاره ۷۵ زره افغانۍ ټولې کړلې چې دا په هغه وخت کې ډیرې پیسې وې. دغو ښوونځیو ۴۰۰ زده کوونکي لرل. د کندهار هټیوالو پخپل لګښت ښوونځي جوړ کړل، په کابل کې یوه ورځ ملکې ثریا په نړۍ کی د ښځو د ترقي په هکله خبرې کولې او د افغانستان د ښځو وروسته پاتې حالت یې بیان کړ. ښځو دردناکه ژړا وکړه او ۵۰ تنو ښځو سمدستي ځانونه د معارف چوپړ ته چمتو او د نجونو د لومړنی ښوونځی بنسټ یې کیښود. ملکه دومره خوشحاله شوه چی پخپله یې د مستوراتو د ښوونځي د مفتش دنده په غاړه واخیستله. (۱۲۹۹- مرغومی).
په دې ترتیب سره ګورو چې د افغانستان د اړ- دوړ او اغتشاش علت هم د بهرنیانو مداخلې او هم د دولت په ناوړه اداره او د دولتی مامورنیو په بې کفایتي کې وه، چې هره مهمه، حیاتي او سپیڅلی دنده یې د رشوت او خیانت په ناولتیا ککړه کړې وه. دخپګان خبره دا وه چې مهربان او رعیت پروره پاچا ته دغه مسایل نه رسول کیدل. یعنې پاچا ته په نږدې کسانو کې صادق کارکوونکي کم وو. همدا لامل وو، چې پاچا او دولت د خپلو خلکو له ملاتړ څخه بې برخې شو او نور نو یواځې پاتې وو. نو دا وخت بهرنی دښمن د خلکو له دغې عمومي نارضایتي څخه غلطه ګټه پورته کړه او ارتجاعي اقلیت مسلوب الحقوق قوت یې چې د دولت او ریفورم په دښمن باندی بدل شوی وو، ډګر ته رادننه کړ، چې ددوی د خرابکاری له لامله دولت راوپرځید. کنه نو همدغه مخالف قوتونه او بهرني دښمنان لا موجود او فعاله وو چې دولت د خلکو په ملاتړ دواړو ته ماتې ورکړه او پر مخ ولاړ. د هغه مهال خوش باوره جرایدو د کلنل لارنس، جونز (بغدادی پیر) او نورو ګوډاګیو د جادویي ځواک په هکله یادونې وکړې، خو هیچا دغو خبرو ته ډیر پام ونه کړ. دا ځکه چې پاچا امان الله خان یو صادق او په زړه پاک شخص و، ده په خپلو مامورینو، ولس، ګاونډیو، سفارتونو او وزیرانو ډیر اعتماد کړی وو، خو پورته یادو شویو ستونزو د عالي او مترقي ریفورمونو د نړیدو زمینه برابره کړه او د بهرنیو جاسوسي لاسونو او کورنیو ارتجاعي ځواکونو لپاره یی لاره هواره کړه. که دغه دسیسې نه وای د استقلال د ګټلو او د هیواد د ترقی لپاره زمونږ د نیکونو قرباني او د مترقي پاچا امان الله خان هلې ځلې نه هدر کیدلې. دلته به د استقلال له بیا ګټلو روسته یو شمیر ریفورمونو باندې رڼا واچوو:
د امانیه دورې عمرانی، مالی او اقتصادی چارې
دافغانستان ځوان، مترقي او وطنپال پاچا ډیر ژر د هیواد د رغاونې او عصري کولو په خاطر کلکه ملا وتړله. راز راز ریفورمونه یې پیل کړل. دده ریفورمونه له سیاست او حکومتولي څخه پیل شو، بیا یې ټولنیز مسایل او وروسته یې اقتصادی پلانونه او پروګرامونه تر کار لاندې ونیول. لومړنی اقدام یې د ټولنیز عدالت ټینګول وو. پاچا پدې باندې باوري وو چې د سیاسي استقلال ترڅنګ اقتصادي استقلال یو ضروري شرط دی. غازی امان الله خان دخپلو مترقي پلانونو په اعلانولو سره د ملت په زړونو کې خای ونیوو او ټول ولس یې تر شا ودرید. شاوخوا نور هیوادونه هم دده له اصلاحاتو څخه اغیزمن شول. په ترکیه کې ریفورم مستقیماً د پاچا امان الله خان د درایت او تدبیرونو څخه متاثر وو، له مصر څخه تر هند پورې د خپلواکي غوښتنې او د استقلالیت احساسات په څپو شول. د هیواد دننه د ژوند په ټولو ډګرونو کې مثبت بدلون راغی. دغه بدلونونه په دوو پړاوونو (مرحلو) کې څیړلای شو:

امیر امان الله خان په لومړی پړاو کې د خپلو اصلاحاتو په تطبیق کې ډیر ګړندی او پوره بریالی وو، هغه دا چې د ملت د اکثریت بزګرانو، شپنو او پیشه ورانو له اوږو یې پخواني درانه بارونه سپک کړل. جنسي جبري او ستونزمن مالیات، د آذوقې خریداري، د غلې حواله کول او اجباری اذوقه رسولو ډیرو زیاتو پړاوونو ته د دولتي مالیاتو د راټولولو اجاره داري، د مالیه ورکوونکي او مالیه اخیستونکي تر منځ د فیوډال او ملکانو واسطه، د ملکانو او قریه داری زوړ تشکیل، د ناشمیرل شویو څارویو د مالیاتو اخیستل، اجباری کار او بیګار، له پیشه ورو او صنعتکارو څخه د بازار بیلابیل ټکسونه، مریی (غلام لرل) او نور یی ټول منع کړل. د ځمکی مالیات په نغدي بڼه واړول شول او ټول مالیه ورکوونکي په مستقیمه توګه پرته د ملک او خان له مداخللې او ناجایزې استفادې څخه، د دولت له مالي دفترونو سره وتړل شول. دولت خپل ټول ضرورتونه په نغدو پیسو، په شفاف ډول او په خپل زړه پیرودل. د مالدارو د څارویو کلنی شمیرل پیل شول او د هغو د موجودیت د مخې به مالیه اخیستل کیده او د دې موخې لپاره یې یو جلا قانون چې (قانون مواشی) نومیده جوړ کړ. د لومړي ځل لپاره د رسمي ارقامو عصري ثبت او د احصائیې سیتسم مروج شو. په کابل کې د مالیې د اداراتو د چارو د تنظیم لپاره د اصول دفتر ښوونځی پرانیستل شو چې مدیر یې میرزا مجتبی خان وو او ددغه ښوونځي فارغان به د هیواد د مالیی وزارت په مامورینو کې ګومارل کیدل. له دغه اقدام څخه موخه دا وه چې عامه مالي چارې په ښه او شفاف ډول مدیریت شي. په همدې خاطر د افغانستان د مالي مدیریت او د عامه مالي چارو د نظام په تاریخ کې دا مرحله یوه بیسارې رڼه او د تحول دوره ګڼل کیږی. دغه نیک اقدام او سنجول شوي کار د هیواد زړې حسابي چارې په یوه نوي عصري سیستم باندې واړولې چې ښاري بڼه یې غوره کړه. غازي امان الله خان پدې باندې ښه پوهیده، چې د افغانستان مهم تولیدات او پیداوار کرنیز محصولات دي. یعنې مالداري او کرنه تر هغه وخته پورې د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لري، تر څو چې نوي صنایع په پښو ودریږی. نو له همدې امله د کرنې مامورینو او د مالیاتو د تحصیل لپاره په ۱۹۲۳ م کې یو شمیر قوانین جوړ او وضع کړل. د مسلکي، ماهرو او پوه حکامو د روزنې لپاره یې په مرکز کې د حکامو ښوونځی جوړ او فارغان یې سیمه ییزو ادارو کې مقرریدل. د حکامو او مامورینو د دندو قانون یې جوړ او د ادارې د تنظیم چارې یې په کال ۱۹۲۲م کال کې سمبالې کړې. دا د هیواد په اداري سیستم کې تر ټولو یو عصري اصلاحي قدم وو. له دې څخه یو کال مخکې یې د تشویق صنایع په نوم قانون پاس کړی وو چې د مالیاتو د ریفورم له لارې یی د صنایعو وده هڅوله. همدارنګه د تولیداتو د هڅونې په خاطر یې تقاوي وضع کړه، سره له دې چې د دولتي املاکو د پلورنې قانون په ۱۹۲۳ م کال کې د ځمکو د له لاسه وتلو او د بزګرانو د زیانمن کیدو لامل شو او له بلې خوا یې خصوصي ملکیتونه پیاوړي کړل، خو بیا هم یو قانون جوړ شو او موقوفه اراضي هم لا دمخه له منځه ولاړل. سوداګري هم پراخه شوه او د هیواد دننه بي شمیره ګمرکونه راکم کړل شول. د دغو ټولو ریفورمونو په پایله کې د پانګونې اندازه زیاته شوه، د داخلي تولیداتو په برخه کې پرمختګ ګړندی شو او د سوداګریزو معاملاتو لپاره شرعي محکمې جوړې شوې او یو شمیر تجارتي شرکتونه لکه تنویرات شرکت، موټورز شرکت، درمل، رفقای افغان، اتحاد افغان، قمر، ضیا او جرمني شرکتونه او د شوروي تجارتخانه او نور جوړ شول. د برتانیا له دولت سره یو سوداګریز قرارداد لاسلیک شو. د بهرني سوداګري د ښه تنظیم لپاره د افغانستان سوداګریز استازی قونسل او وکیل التجاره د افغانستان ګاونډیو هیوادونو کې وګومارل شول او سوداګریزی چاری یی اسانه کړې. دولت هم ملي تجارتي موسسات لکه امانیه شرکت او ثمر شرکت او نور جوړ کړل. په دې ډول سره ویلای شو چې په هغه وخت کې اماني دولت په ډیر ښه او سنجول شوي ډول سره د خصوصي او دولتي (عامه) سکتور ستراتیژي طرح کړې وه. دغه ستراتیژی د پانګونې لپاره ډیره مساعده زمینه برابره کړه. پانګونه په اقتصاد کې یو اساسی بحث دی، ځکه چی تر دې مهال پوری په افغانستان کې د اروپا پانګه نه وه راغلې خو ورو ورو له افغانستان سره د اروپا سوداګري مخ په زیاتوالي وه. سره له دې چې دغه ډول سوداګري د داخلي صنایعو د پرمختګ لپاره د لږ وخت لپاره خنډ شوه، دا ځکه چې د هیواد اقتصاد په ډیر ابتدایي حالت کې او وروسته پاتې وو، خو وروسته یې ډیر ښه نتایج لرل. دا ډول د رکود لنډه مرحله هر هیواد تیره کړی ده. له دې امله چې تر دې مهال پورې زموږ هیواد کومې فابریکې، باتجربه او پاخه کارګران او د وسپنې پټلی نه لرل. نو ځکه امانیه دولت په دې لټه کې شو چې افغانستان ته فابریکې او د وسپنې پټلی راولي. د ۱۳۰۷ کال په لویه جرګه کې یې دا خبره توضیح کړله چې دولت د الوتکو د ترمیم د یوې فابریکی په لټه کې دی او له موجوده فابریکی پرته به یوه بله نوې فابریکه هم د سپینو باروتو د تولید لپاره جوړه شی. په افغانستان کې لومړنی باروت جوړوونکي ترکي متخصص رضابیک وو چې د لومړی نړیوالې جګړې د کلونو په ترڅ کې دلته اوسیده او سپین باروت یې جوړول. دغه شخص په ۱۹۲۱ م کال ومړ او پاچا په خپله د هغه په جنازه کې ګډون وکړ. د هغه یو شاګرد فیض محمد نومی د دولت له دوو فرانسوي او جرمني شرکتونو سره یو قرارداد لاسلیک کړ چې د هغه له مخې به په لسو کلونو کې د وسپنې پټلی له جنوب څخه تر شمال پورې وغځول شي. د دغه کار د سروې لپاره څلور تنه فرانسویان کابل ته راغلل او بیا له دې ځایه کندهار ته ولاړل، تر څو د وسپنې د پټلۍ دپروژې لپاره کار پیل کړي.

له نن څخه تقریباً یو سل او پنځه کاله مخکې د افغانستان ریل ګاډی
همدارنګه د تیلیفون او تلګراف د لین د غځولو چارې له مرکز څخه تر ولایتونو پورې پیل شوې. په پغمان، جلال اباد او کندهار کې د بریښنا په سټیشنونو باندې کار پیل شو . د څرمن جوړولو باروت جوړولو سمنټو او ګوګړ جوړولو فابریکو ته بریښنا ورسول شوه. د موټرو د ترمیم، د پرزو جوړولو، صابون جوړولو، عطر، تار جوړولو او رخت اوبدلو، ترکاڼي او یخ جوړولو فابریکې او د پومبې د غوړ ایستلو ماشینونه په کندهار، مزار او هرات کې جوړ او ودرول شول. په همدې ډول د لاندنیو فابریکو جوړول هم په پام کی ونیول شول: قندسازي، نساجي، د نخي او جیم ټوکرانو جوړولو فابریکه، د تڼی جوړولو فابریکه، د میوې ساتنې فابریکه، د کوچ او پوڅې جوړولو فابریکه (دلبیناتو د پروسس دستګاه)، د تیل خاک فابریکه او د کابل - مزار – شوروي اتحاد او ایران او ترکیې تر منځ د هوایي ډاګ (پوستې) د چارو پیل کول، د غزني د سراج او بند غازي د اوبو بندونه جوړ شول، د څمکنیو د اوبو بند تړل او د نهر رزاق بشپړول هم تر لاس لاندی ونیول شول. اماني دولت د جرمني له هیواد څخه د کاملته الوداد تجارتي معاملو حق او د پولند له هیواد څخه یې د ترانزیت حق ترلاسه کړ. له مسکو او برلین سره یې د سوداګریزو قراردادونو په هکله خبری پیل کړې . چې دا ټول بیا د افغانستان د معاصرو دیپلوماتیکو روابطو بنسټ وګرځید چې تر نن ورځې پورې بیساری دي. د یو شمیر نورو قراردادونو د ترسره کولو لکه: د بدخشان د لاجوردو، د هرات د تیلو او د وسپنې ویلي کولو، د وسپنې د کانونو، د ډبرو د سکرو، ګوګړو (سلفرو)، سرپو، شوکاڼی، مرمر، سپینې خاورې او نورو جامده معدني توکو د استخراج او ګټه آخیستلو د چارو په خاطر یې پروګرامونه تر کار لاندې ونیول. د پکتیا، اسمارو او نورو ځنګلونو د تنظیم او ادارې لپاره یې پروګرامونه پیل کړل. امانیه دولت د هیواد دطبیعي منابعو د مدیریت بنسټ په علمي او پوخ ډول کیښود. همدارنګه د آسونو د نسلونو د زیاتوالي، د قره قل پسونو د نسل د عمومیت موندلو او د وریښمو د چینجو د روزنې لپاره پلانونونه جوړ شول. دمعاصر اقتصاد او د کرنیزو تدابیرو ترڅنګ د کرنیز تروج د خدماتو بنسټ هم همدا وخت کیښودل شو. په کابل کې د ملي صنایعو نندارتون جوړ شو، د داخلي تولیداتو د تشویق لپاره د دولت مامورینو ته له وطني رخت څخه د جامو استعمال جبري کړل شو. په دې توګه که چیرې موږ غواړو چې د افغانستان د اقتصاد ریفورم او نوي کولو پس منظر ځانته روښانه کړو، تر ټولو تاریخی دورو څخه د امانبه دورې بیلګه غوره کولای شو. د دغو ریفورمونو په پایله کی د دولت عایدات له پخوا څخه زیات او دوه برابره شول او په کال کې له ۸۰ میلیونو روپیو څخه ۱۸۰ میلیون روپیو ته ورسیدل. دغه عاید له لاندنیو سرچینو څخه وو:
• د ځمکو مالیات ۸۰ میلیونه،
• د څارویو مالیات ۲۵ میلیونه،
• ګمرکي مالیات ۴۰ میلیونه،
• د صکوکو محصول لس میلیونه،
• نور عواید ۲۵ میلیونه او ټول ۱۸۰ میلیونه روپۍ.
د دولت لوی لګښتونه دا وو:
د حربیې وزارت لګښتونه ۴۰ میلیونه.
د معارف وزارت لګښتونه ۱۵ میلیونه.
د بهرنیو چارو وزارت لګښتونه ۷ میلیونه.
د مالیې وزارت لګښتونه ۳ میلیونه.
د تعمیراتو لګښت ۱۰ میلیونه.
د دربار وزارت لګښتونه ۲۰ میلیونه.
د کورنیو چارو وزارت لګښتونه ۱۲ میلیونه.
د عدلیې وزارت لګښتونه ۲ میلیونه،
نور لګښتونه خریداري او یو څه سپما ۶۷ میلیونه روپۍ.
په دې وخت کې د افغانی پیسو ارزښت داسې وو چې سل کابلۍ روپۍ ۶۰ هندۍ کلدارې کیدلې، دا ځکه چې د ګلدارې سپین زرو روپیو دروندوالی دوه نیم مثقاله او د کابلی سپینو زرو د روپیو وزن دوه مثقاله وو، خو د کابلیو روپیو غش په سلو کی لس وو. وروسته بیا په افغانی روپیو کې غش په سلو کی ۲۵ ته پورته شو او بیې یې د بهرنیو نورو پیسو او په تیره بیا د هندي کلدارو په وړاندې کال په کال کمښت وموند، نو ځکه د ریفورم په لومړی پړاو کې د کابل په بازارونو کې د لومړنیو اړتیا وړ شیانو بیې په دې توګه وې:
د کابل دوه نیم چارکه اوړه یوه روپۍ، په تاشقرغان کې د کابل اته چارکه په یوه روپۍ، د کابل درې پاوه غوښه یوه روپۍ، په تاشقرغان کې د کابل یو نیم چارکه غوښه په یوه روپۍ ، غوړی یو پاو او دولس مثقاله په یوه روپۍ، په تاشقرغان کې یوه نیم پاو غوړي په یوه روپۍ، نرۍ وریجې په کابل کې یو چارک او درې پاوه یوه روپۍ، په تاشقرغان کې یو چارک او درې نیم پاوه په یوه روپۍ، وازګه په کابل کی دوه نیم پاوه یوه روپۍ، هیندواڼه من په یو غیران. د دغو اقتصادي مثبتو بدلونونو له امله په فرهنګي ډګر کې هم ژور او مثبت تغیرات راغلل. د بیلګې په توګه په ډیر کم وخت کې په هیواد کې د متعلمینو شمیر ۸۸۰۰۰ تنو ته ورسید، دا په داسې حال کې چې دینی مدارسو ته هم همدومره توجه وشوه کوم چې ټولې تر رسمي نصاب لاندې راغلی. که ددغو مدرسو د شاګردانو او دارالحفاظونو د شاګردانو شمیر هم ورسره جمع کړو، په ټول هیواد کې به یې شمیر تر ۲۰۰۰۰۰ پورې اوچت شي. ددې تر څنګ دا مهال په ټول هیواد کې ۲۲ جریدې او ورځپاڼې خپریدې، چې دغه شمیر دهغه وخت لوی رقم وو چې ګاونډیو او حتا د آسیا په ډیرو هیوادو کې یې ساری نه وو.
البته نویو ریفورمونو پیسې غوښتې، هیڅ ریفورم پرته له لګښت څخه نشي اجرا کیدای، نو ځکه دولت د مالیاتو په زیاتولو لاس پوری کړ، د بیلګې په توګه د آبي ځمکو مالیات، چی پخوا د جریب په سر پینځه روپۍ وې، اته روپیو ته پورته شول او د څارویو مالیات هم زیات شول. د اوښ مالیه له دریو څخه څلورو روپیو ته، د آس مالیه له دوو څخه دریو روپیو ته، غویان له یوې روپۍ څخه دوو روپیو ته، د خره مالیه له دولسو پیسو څخه یوې روپۍ ته او د پسه مالیه له اووه پیسو څخه پنځوسو ته لوړه شوه. په ۱۹۲۰م کال کې کاغذي پنځه، ۲۵، ۵۰ او سلګیز افغانی نوټونه چاپ او خپاره شول او د سرو زرو سکې پنځه امانیه په ۷۵ روپۍ، دوه امانیه په ۳۰ روپۍ او یوه امانیه په ۱۵ روپۍ او نیم امانیه اوه نیمي روپۍ وه. همدارنګه فلزي مسکوکات سپین زر او مس د پیسو د واحد روپۍ اجزاوو، کونډه کیدل د مقیاساتو قانون په ۱۹۲۲ م کال کې وضع شو.


کلتوري چارې
د اماني نهضت تر ټولو مهم اغیز د ملي فرهنګ او کلتور ودې، ښوونې او روزنې، مطبوعاتو، بریښنایي اطلاعاتي وسایلو، لکه راډیو، تیلفون، مخابراتو، د نویو وداینو جوړولو، د ملي موزیم تاسیس او دکتابونو چاپ او دغه ډول نورو کلتوري چارو ته پاملرنه او په هغو باندې د خپلواکې اغیز، خصوصاً په خپله د پاچا پاملرنه د ژبې، ادب، مطبوعاتو او ارتباطاتو خواته وه. ډیر کلتوري مظاهر او د هغو ارزښت او معنوي حقوق، د افغانستان په لومړنی مدون اساسي قانون کې درج شول. په حقیقت کې د موزیک د یوه ښوونځی، سینما او تیاتر بنسټونه هم په همدې وخت کې کیښودل شول. همدومره پاملرنه د جوماتونو او مدرسو جوړولو ته هم وشوه. شاید دا به د افغانستان په تاریخ کې یوه بیسارې دوره وي چې د معاصرو شرایطو له غوښتنې سره سم، دیني مدارسو او دیني علماوو ته پاملرنه شوې وه. د افغانستان د لومړنی اساسی قانون د ۶۸ مادی له مخې لومړنۍ زده کړې تر ابتدائیه درجې پورې اجباري شوې او په پلازمینه کابل کې د حبیبیې له لیسې پرته د امان او امانی لیسې، د فرانسوي، جرمني او کورنیو پروفیسورانو او استادانو په واسطه پرانیستل شوې. د غازي رشدیه ښوونځی د استقلال رشدیه، د تلګراف، انځورګری، ترکاڼی، معماری، ژبی، کرنې، عربي دارالعلوم، د مستوراتو رشدیه، د جلال آباد رشدیه، د کندهار د کرنې رشدیه، د هرات رشدیه، د هرات دارالمعلمین، د مزار شریف رشدیه، د قطغن رشدیه د پولیسو ښوونځی، د موزیک ښوونځی، د غالۍ اوبدلو، د نجونو لپاره تدبیر منزل، طبیه ښوونځی، مستورات او له ۳۲۲ څخه زیات لومړنی ښوونځي د هیواد په ټولو ولایتونو کې پرانیستل شول. تر ۱۹۲۷ م کال پورې د لومړنیو ښوونځیو د زده کوونکو شمیر ۵۱ زرو ته ورسید. رشدیه او لیسه ښوونځیو او مسلکی لیسو کی د زده کوونکو شمیر دری زره تنو ته ورسید، چې د نظامي مدرسې زده کوونکي په دی شمیر کې نه راتلل. په همدې کال کې د لومړنیو ښوونځیو شمیر ۶۵۰ تنه د رشدیه ښوونکو شمیر سل تنه زیات شول. له ۱۹۲۳م کال څخه تر ۱۹۲۷ م کال پوری ۱۳۳ عنوانونه کتابونه د ۶۹۳۵۷۵ ټوکو په شمیر د معارف د وزارت له خوا چاپ شول او د معارف مطبعه هم جوړه شوه. باید په یاد ولرو چې د افغانستان د هغه مهال د ښوونځیو په درسي پروګرام کې د انداخت نظري او عملي فن هم شامل وو. څو سوه زده کوونکي هم شوروي اتحاد، جرمني، فرانسې، ایټالیا او ترکیې ته د تحصیل په خاطر واستول شول. همدارنګه انګلستان ته هم د څو تنه زده کوونکو لیږل په پام کې ونیول شول. د معارف د وزارت بودجه د حرب او دربار له وزارت څخه وروسته په دریم کتار کې راتله. ښوونه او روزنه د انتظام له پلوه په پرانیستې فضا کې وه، له سیاسي پلوه کوم تهدید او ویره نه وه، نو ځکه د ښوونکو او زده کوونکو روحیه له خوښۍ ډکه او عالی وه. دولت دا په پام کی ونیوله، چې په پلازمینه کې دوه لوی کتابتونونه جوړ کړي، په داسې حال کې چی د کابل روڼ اندو د یوه شل کسیزه پلاوي په لاس له خپلو شخصي کتابونو څخه یو ملي کتابتون په کابل کې جوړ کړی وو او د دولت د یوې ودانۍ او د نایب السلطنه د یوه بډایې او ښکلي کتابتون په ورکولو سره هغه نوره هم بډایه کړه، چې په هغې کې ډیرې قیمتي خطي نسخې هم وې. همدارنګه دولت په کابل کې یوه سینما او په پغمان کې یو تیاتر جوړ کړ او د دولت په لګښت ۱۳ جریدې او مجلې په کابل او ولایاتو کې خپریدلې، لکه ارشاد النسوان په ۱۹۲۲ م کال کې. دغه اووه نیزه په اتو پاڼو کې د کابل ښځو خپروله، چې سر محرره یی الف. ر . او میرمن روح افزا وه، کوم چې یو شمیر ادبي مسایل، آفاقي معلومات، تدبیر منزل او نور معلوماتي مسایل پکې خپریدل. د اتحاد مشرقي اخبار په جلال اباد کې په ۱۹۲۱ کال کې د برهان الدین کشککي په مدیریت سره په میاشت کې دوه ځله خپریده. د افغان ورځپاڼه د مرزا محمد جعفر خان په مدیریت له ۱۹۲۲م څځه پیل شوه چې کورني او بهرني خبرونه یې هره ورځ خپرول. د معارف نامتو مجله چې وروسته بیا آئینه عرفان ونومول شوه، له ۱۹۲۱م څخه د معارف له وزارت څخه په خپریدو پیل وکړ او له ۱۹۲۳م کال څخه وروسته یې مدیریت استاد هاشم شایق ته وسپارل شو. دغه پړاو د دې مجلې په نشراتي بهیر کې د تحول پړاو وو. د امان افغان اوونیزه جریده له ۱۹۱۹ م څخه وروسته د عبدالهادي خان داوی په مدیریت سره او بیا د میر سید قاسم خان په مدیریت خپره شوه. د اردو مجله د عبداللطیف خان غونډ مشر غازي په مدیریت په میاشت کې یو ځل حربیې د وزارت د ارکان حرب د ریاست لخوا خپریده. د اتفاق اسلام جریده له ۱۹۲۱م څخه وروسته په اوونۍ کی یو ځل د عبدالله خان هروي په مدیریت سره له هرات څخه خپریده. اتحاد جریده په اوونۍ کی یو ځل له خان آباد څخه له ۱۹۲۱م کال څخه وروسته په خپریدو پیل وکړ. په کابل کې ابلاغ ورځپاڼې له ۱۹۲۱ کال څخه وروسته په خپریدو پیل وکړ، چې یواځې اعلانونه یی خپرول. بیدار ورځپاڼې له مزار شریف څخه په خپرونو پیل وکړ. حقیقت جریده اوونۍ کې درې ورځې په کابل کې د برهان الدین په مدیریت چاپ ته سپارل کیده. همدارنګه د ستاره افغان انتقادي جریده په اوونۍ کې یو ځل له ۱۹۲۰ م کال وروسته په خپرونو پیل وکړ، چې د نامتو څیړونکي او د تاریخ لیکوال میر غلام محمد غبار په مدیریت سره له جبل السراج څخه خپریده. طلوع افغان له ۱۹۲۱ م کال وروسته په اوونیز ډول په کندهار کی په فعالیت پیل وکړ. د افغانستان د اساسی قانون د یوولسمی مادې سره سم د هیواد سیاسي ملی خپلواکو خپرونو ته زمینه برابره شوه او ویل شوي وو چې مطبوعات او کورنی اخبارونه د یوې ځانګړې نظامنامې سره سم ازاد دی.
په دې توګه په ۱۹۲۷ م .کال کې د لومړي ځل لپاره د انیس اوونیزه جریده، د هغه د لیکوال او موسس غلام محی الدین انیس له خوا چې د بحران او نجات او طلبه معارف کتابونو لیکوال هم وو، په ۱۲ مخونو کې په خپرونو پیل وکړ، چی د هیواد روڼ اندو ورته ډیر ښه هر کلی ووایه. په همدې کال کې د نسیم سحر اوونیزه د احمد راتب خان په مدیریت سره په څلورو مخونو کې په خپرونو پیل وکړ، چی زیاتره مقالې یې د عبدالهادي خان داوي په قلم لیکل کیدل . له دې څخه یو کال وروسته (نوروز) په میاشت کې دوه ځله چاپ او د میرزا محمد نوروز خان په مدیریت او د میر غلام خان په لیکوالي سره په اتو مخونو کې راووت. میرزا میر غلام د روحانی قشر یو استازی وو، چې وروسته یې بیا په ۱۹۳۰ م کال کې د امان الله خان له پرځیدو څخه وروسته خپل نظر د انیس د ورځپاڼې د ۱۳۰۹ ش کال د وږي د میاشتې په ۳۱ نیټه ګڼه کې خپور کړ . ملا میر غلام خان د مدعي العموم په توګه پخپله دغه تفصیلي لیکنه کې خپل ډیر کلک اعتراضات د امانیه رژیم په ضد په لاندی توګه لیکلی وو:
فراری پاچا ولې ملا، خان او ملک ته بی اعتنایی وکړه؟ ولې یې په افغانستان کی د ښځینه معارف بنسټ راپیل کړ؟ همدارنګه ملا میر غلام خان د شاه امان الله او محمود طرزي په هکله په دغه لیکنه کې سپکاوی کړی، خو د هغې دورې یو شمیر نور کسان لکه الله نواز خان، محمد ګل خان مومند او د شیخانو استازی یې ستایلی وو. د دغه منتقد لیکوال (کلامیرغلام خان) تر ټولو لویه اندیښنه د نجونو د زده کړې او ښځو ته دآزادی ورکولو په برخه کې وه.

اداره
دولت تر هر څه زیات د افغانستان د ملي یووالي د بنسټ ټینګولو ته پاملرنه وکړه او په عاقلانه توګه یې دغه ملي یووالي د ورورۍ او د افغانستان د خلکو د مساوي حقونو په پام کې نیولو سره په پام کې ونیول. د اساسي قانون په اتمه ماده کې وویل شول چې:
ټول هغه وګړي چې په افغانستان کې اوسیږي پرته ددیني او مذهبي توپیر څخه د افغانستان اتباع بلل کیږی. په نهمه ماده کی ویل شوي وو، چې د افغانستان ټول اتباع په دیني او مذهبي چارو کې د دولت د سیاسي نظام تابع دی او د شخصي حقونو د آزادۍ لرونکي دي. په لسمه ماده کې راغلی وو، چې: شخصي حُریت له هر ډول تعرض او مداخلې څخه خلاص دی. هیڅوک پرته له شرعي حکم او قانوني نظام څخه توقیف او مجازات کیدای نشي. په افغانستان کې د اسارت اصول بیخي موقوف دی.
په ۱۶ مه ماده کې راغلي وو: د افغانستان ټول اتباع د شریعت او د دولت د نظام په وړاندې د هیواد په وظایفو او حقونو کې مساوي برخه لري.
په ۲۲ مه ماده کې وایي: مصادره او بیګار تحریم شو. په ۲۴ مه ماده کې شکنجه او هر ډول کړاو منع کړل شو او د کور او لیکونو مصئونیت ډاډمن شو. د دغو قانوني موادو روح داسې وو، چې عملاً تر تطبیق لاندې وو او له ناولتیا، دوکې غولولو او درواغو او نفاق څخه پاک وو. همداسې هم دیني مراسم او د امامیه مذهب د پیروانو تکیه خانې هم عملاً ازادې شوې او ټول مرییان (غلامان) له مرئیتوب څخه آزاد شول او په دې ډله کې په کابل کې د دوی اووه سوه تنه وینځې او مرییان د خپلو اربابونو له کورونو څخه ووتل .
دغو مدني تحولاتو، قانوني آزادي، دیموکراتیکې او آزادې فضا او عادلانه حقوقي سیستم اقتصادي ودې، پانګونې او د مولدینو تشویق ته زمینه برابره کړه. د دهقان، کارګر، کسبه کار او پیشه ور هوساینه د دولت یو مرام وبلل شو. همدا علت و چې ورو ورو د خوراکي توکو او لومړنیو اړتیا وړ اجناسو نرخونه ارزانه او د خلکو په اقتصادي ژوند او د خواریکښانو په دسترخان کې مثبت بدلون راغی. د اتباعو د آزادي او دیموکراتیکو حقونو د رعایت په دِغه بیلګه ییز څپرکې کې د کندهار، غزني او جلال آباد د ښارونو د مشورتي مجلسونو او د معارف په انجمن کې یو یو تن د افغانستان له هندوانو څخه په انتخابي توګه وګومارل شول او په اداري چارو کې ورته ونډه ورکړل شوه. د پاچا امان الله خان د ۱۲۹۹ کال د وري د میاشتې (د ۱۹۲۰م کال - مې) د فرمان له مخې اهل هنود او سکهانو ته د ژیړې لونګی د حتمي په سر کولو او معجز اغوستو او د دوی د جزیې باقیات لغو شول او د هندوانو بچیان په ملکي او نظامي مدرسو کې لکه حبیبیې او حربیې کې شامل او د اردو په افسري کې هم ومنل شول. د قوم، ژبې او نژاد له مخې هر ډول تبعیض له منځه ولاړ. د محمدزیو د قوم نسبي او مستمري معاش، د خانانو او د روحانیونو بې مورده امتیازات لغوه شول او د ټول ملت حقونه مساوي اعلان شول. دغه عدالت په اقتصادي ډګر او ددولت د بودجې په سپما ډیر ښه مثبت تاثیر وکړ. د دولت ماشین هم په دریو ځواکونو یعنې اجرائیه، مقننه او قضایه باندې ودرول شو. البته دغه تشکیل یو ځانګړی جوړښت درلود. مثلاً پاچا هغه پخوانی د مشرانو جرګه چې دارالشورا بلل کیده یو څه بدلون سره د شورای خاص په نوم ونوموله او وروسته بیا د دولت د شورا په نوم یاده شوه. په دغه مجلس یا جرګه کې یو شمیر انتصابی غړی د پاچا له خوا او یو شمیر انتخابي غړی د ملت لخوا غوره کیدل او په ولایتونو کې د لومړۍ درجې، دوهمې درجې او دریمې درجې حکومتونو او علاقداریو یو مجلس درلود، چې په هغه کې به د سیمې رسمي مامورین شامل وو او انتخابي غړي یې د خلکو لخوا په مساوي توګه غوره کیدل. د دولت شورا قانوني پروژې تر دقت او غور لاندې نیولې او د وزیرانو د مجلس د تصویب په خاطر یې د پاچا لاسلیک کولو ته استولې. همدغه مجلس د دولت بودیجه مقاولات او قراردادونه او بهرنیانو سره تړونونه هم تر کتنې لاندې نیول. د دولت د شورا واک او دندې او د ولایتونو مشورتي جرګې د اساسي قانون په ۳۹ – ۴۹ مادو کې او همدارنګه د اساسي تشکیلاتو په قانون کې ټاکل شوې وې.
د هیواد قضایه قوې چې له پخوا څخه یې یو څه پراخه واک او یو څه ځانګړی خپلواکي لرله د هغوی خپلواکي دولت د قانون د ۵۳ مادې له مخې محترمه وګڼله، خو د هغو د حکم درجه یې محدود کړه، په دې معنا چې قاضي به پخوا ځان په جزایی برخو کې ډیر فعال او څرنګه به یې چې زړه وو هغسې باله او د تعزیر وسیله د هغه په لاس کې د یوې تیرې وسلې په توګه وه، دا ځکه چې د جرم له پیښیدو مخکې جزا ثابته او ټاکل شوې نه وه، بلکې د قاضي په واک کې وه او د هغې د شخصي قناعت له مخې به ورکول کیده. قاضي کولای شول، چې په یوه جرم کې تورن کسان د هغوی د ټولنیز دریځ، ظاهري حالت او نورو له مخې په سزا ورسوي او سزا د غوږ له تاوولو نیولې بیا تر اعدام پورې وه او هر ډول به چې قاضي وغوښتل دغه سزاګانې ورکول کیدلې. پاچا امان الله خان د یو شمیر متجددو فقهاوو په مرسته، چې د هغو په سر کې د مولوی صاحب عبدالواسع خان کندهاریړنوم یادیدای شي، د دوو ټوکو کتابونو په تالیف سره د قاضی له خوا ورکول کیدونکی سزاګانې محدودې او تعزیر یې په تقدیر واړاوه. د دغو کتابونو نوم تمسک القضا امانیه وو، یعنې تمسک القضا یې د یوه جلا قانون په بڼه او مدون جزایي قانون په شکل جوړ کړ، چې د هر جلا جلا جرم جلا جلا سزا پکې لیکل شوی وو، په دې توګه قاضي نشو کولای، چې پخپله خوښه دغه سزا کمه یا زیاته کړي. په دې توګه په افغانستان کې دا بیخي یو نوی فقهي بنسټیز بدلون وو. محکمې د اساسي قانون له مخې د نورو له لاسوهنو څخه خپلواکه شوی او د تورنو (متهم) محاکمه کول هم علني او څرګنده بڼه غوره کړه. له دې پرته دولت د حقوق الله او حقوق العبد موضوعات یو بل څخه جلا کړل او داسې یوه قضیه، چی قاضي به د خپل واک له مخې پکې تبرئه کیده، دولت هغه له خپل لوري د پولیس د اداراتو او ولایتي مشورتي جرګو له لارې تر تعقیب لاندې نیوله او مجرم ته به یې سزا ورکوله.
د افغانستان اجرایه قوه په ۱۹۱۹ م کال کې په لاندې توګه تشکیل شوه. صدراعظم سردار عبدلقدوس خان اعتماد الدوله، حربیه وزارت سپه سالار صالح محمد خان وزیر، د بهرنیو چارو وزارت وزیر محمود طرزي، د کورنیو چارو وزارت وزیر علی احمد خان شا آغاسي، د مالیې وزارت وزیر میرزا محمود خان پخوانی امین نظام، د سوداګری وزارت وزیر غلام محمد خان وردګ، د عدلیې وزارت محمد ابراهیم خان، د معارف وزارت سردار عبدالحبیب خان ، د کرنې وزارت وزیر علي جان خان او د نقلیې وزارت وزیر مرزا غلام قادر خان چې د ټولو په سر کې پاچا وو، کوم چې د حربیې وزارت یې هم مستقیماً تر څارنی لاندې وو. وروسته بیا نقلیه وزارت لغوه او د عمومي امنیې وزارت جوړ شو، چې وزیر یې شجاع الدوله خان امین العسس وو. همدارنګه یو طبیه (دروغتیایی چارو لپاره) خپلواکه مدیریت جوړ شو چې په ټول هیواد کې یې د روغتیا چارې سمبالولې. دغه مدیریت په مرکز او ولایتونو کې یې د روغتونونو او روغتیایي مدیریتونو په جوړولو لاس پورې کړ. مدیر یې سردار محمد کبیر خان وو.
دولت د هیواد د چارو د سمبالښت په خاطر د بیلابیلو قوانینو وضع او اجرا کول تر کار لاندې ونیول او د دولت د شورا او د وزیرانو کابینې او د لویو جرګو په واسطه یی یو شمیر قوانین وضع او تصویب کړل. لکه د القابو قانون، د نفوسو تذکره، دولتي ودانۍ (دعامه ملکیتونو مدیریت)، د حاکمانو او مامورینو د دندو ویش، تقاوی، د صنایعو هڅول، زندانونه، تحصیلي مالیه اخیستل، د یتیمانو روزنه، نظامي تعلیمنامې، للمي کرنې، عسکري خدمت، د دولتي ملکیتونو پلورل، قونسلری، قریه داري، د شرعي محکمو قانون، د سوداګریزو معاملاتو قانون، تغزیه (ماتم یا دویر دود- دستور)، د کورني ښوونځیو قانون، مطبوعات، مقیاسات، د څارویو محصول، د نښانونو قانون، نکاح او د ماشومانو سنتول، د کرنې د مامورینو معارف، او نور قوانین او مقررات، چې د دې ټولو په سر کې اساسي قانون او د عمومي جزا اساسي تشکیلات او د عسکري جزا قانون وو. قوانین باید د وزیرانو په مجلس کې تصویب او بیا د دولت د شورا له خوا منل شوی وای او په پای کې پاچا لاسلیک کول. د دولت په شورا کی یو شمیر روڼ اندو لکه فیض محمد خان ناصری، سعدالدین خان وکیل او داسی نورو غړیتوب درلود او یو شمیر نور لکه ترکي جمال پاشا او ترکي متخصص بدري بیګ هم پکې شامل وو، چې د قوانینو د پروژو په ترتیب کی یې برخه لرله، خو اساسی قانون یوې ۸۷۲ کسیزی لویې جرګی ته په جلال اباد کی وړاندی شو، چی په هغې کې د ملت استازي او د حکومت غړي راټول شوي وو، او په دغه لویه جرګه کې تصویب شو. وروسته بیا دغه قانون په پغمان کې د ۱۳۰۳ ش. کال د چنګاښ د میاشتې په لویه جرګه کې تصدیق او لاسلیک شو او د شاهی اعلانونو په واسطه په ټول هیواد کی خپور شو. دغه قانون یو ځانګړی حقوقي خاصیت درلود، چې د هغه د ۳۱ مې مادې له مخې فقط کابینې د پاچا په وړاندې مسئولیت درلود او د شپږمې مادې له مخې پاچا غیر مسئول وو. وروسته بیا پاچا د صدارت چارې هم ترلاسه کړې او تر پایه پورې د یوه غیر مسئول صدراعظم په توګه پاتې شو. د قوانینو وضع کول هم د دولت د شورا په ترتیب او د وزیرانو مجلس په تصدیق او د پاچا په لاسلیک سره نافذ کیدل.
لویو جرګو ځانته ځانګړی نظمیه (سمبالوونکی) لایحه او مقررات لرل او د غونډو د جوړیدو پروګرام یې هم درلود. د پغمان په وروستۍ لویه جرګه کې چې په ۱۳۰۷ ش کال جوړه شوه، د ملت زرو تنو انتخابي استازیو او د پاچا له خوا انتصابی غړو برخه لرله، چې د پغمان د تیاتر په غولې باندې په پنځو کتارونو کې کیناستل. د څنګ په کتارونو کې د ملت وکیلان او په منځنیو کتارونو کې د دولت د شورا انتخابي استازي او د ولایتونو د مشورتي جرګو استازي کیناستل. د پاچا تخت د ستیژ پر سر باندی وو، چې ښی لاس ته یې نظامي کنډکمشنران او کیڼ لاس ته یې د محکمو قاضیان او د وزارتونو رئیسان او مدیران کیناستل. د رئیس د غونډې د مشر او د هغه دوه مرستیالان او د مجلس د منشی څوکۍ ایښودل کیدی، هر هغه چا چې خبرې کولې هغه به له خپله ځایه څخه پاڅید او د ستیژ سرته به له ښی لوري څخه راته او د میکروفون له لارې به یې خبرې کولې. مصوبات د رایو په اکثریت سره د منلو وړ وو، چې په صندوقونو کې به د تورو او سپینو مریو په اچولو سره شمیرل کیدی. د هیواد په نهو اداري واحدونو، پنځو ولایتونو او څلورو اعلی حکومتونو کی لاندیني مامورین د مشورتي جرګو تر څنګ په کارونو بوخت وو: نایب الحکومه مستوفي، د مرافعې قاضي، د ابتدایې قاضي، د کوټوالی قوماندان، د ګمرک مدیر، د نفوسو(احصائیې) مدیر، د روغتیا مدیر، د معارف مدیر، د ډاک (پُست)مدیر، د ولایت د تحریراتو مدیر، د بهرنیو چارو مامور او خزانه دار. د دوی تر څنګ به یو ځای نظامی قوماندانان، نظام دفتری او په ښارونو کې د ښاروالی مشران وو، خو په ولایتی مشورتي جرګه کې به یواځې هغه دولتي مامورین وو، چې تل به پکې په کار بوخت وو، چې د هغو ټاکل د پاچا د فرمان له مخې کیدل، لکه نایب الحکومه یا اعلی حاکم، مستوفي یا اعلی سر رشته دار، د کوټوالي قوماندان، د مرافعې قاضي، د ګمرکاتو مدیر، د مجلس منشي، او د تحریراتو مدیر.
د هیواد د ولایتونو په اداره کې د قانون له مخې لاندیني اساسات په پام کې نیول کیدل:
د ماذونیت پراختیا، د دندو ویش او د مسئولت ټاکل.

په دې توګه جوته شوه چې غازي امان الله خان د لومړي ځل لپاره د معاصرې عامه ادارې بنسټ کیښود. د بشري سرچینو پراختیا، د دندو او مسئولیتونو تفکیک او ټاکنه د یوې سالمې او اصولي ادارې مهم اجزا دي، چې دغه مدبر پاچا ورته ځانګړی ارزښت ورکړی وو.
دولت د خپلو ریفورمونو په نظامي چارو کې هوایي ځواک هم ورزیات کړ، چې یوولس الوتکې یې لرلې او په دغه څانګه کې یې ۱۶ تنه محصلین روسیې، فرانسې او ایټالیا ته واستول او څو تنه نور یې په نظامي څانګو کې شوروي اتحاد او د ترکیې جمهوریت ته واستول. د هیواد دننه یې بیلابیل مسلکي روزنیز مرکزونه پرانیستل او د سرتیرو د باسواده کولو چارې یې هم پرمخ بوتلې، د کابل حربي فابریکه پياوړې شوه او نظامي مهمات له بهر څخه وارد شول او افغاني ځواکونو ته دافع هوا توپونه او زغره وال ګاډی ورکړل شول.
یو هغه مهم اقدام چې د اقتصاد بنسټیزه پروژه بلل کیدای شي، هغه د لارو جوړول او ترمیممول وو. د لارو بیرته رغول او د سړکونو غځول د شمال ولایتونو خواته، د بامیان، کاپیسا او پکتیا لوري ته پرمخ ولاړل. په کابل، پغمان، مُقر، او جلال اباد کې یو شمیر هوټلونه جوړ شول.
که سقوي اړ- دوړ نه وای راغلی، افغانستان د خپلې توریستي او سیاحتي جاذبې له امله ګڼ شمیر نړۍ ګرځیدونکي جذبولای شول. یو بل مهم اقتصادي سکتور د مخابراتو خدمات دي. د دغه سکتور په برخه کې دتیلیفون، تلګراف او بیسیم دستګاوې جوړې شوی او د ډاک هوایي کرښه د افغانستان او شوروي اتحاد تر منځ او د ډاک ځمکنی کرښه د کابل او هند تر منځ رامنځته شوه. په کابل کې د راډیو بنسټ کیښودل شو او ټول کابل ښار په بریښنا روښانه شو او د کابل د نوي ښار (دارالامان )بنسټ هم کیښودل شو. د ښوونې او روزنې او مخابراتو له سکتورنو وروسته؛ د روغتیایي چارو په برخه کې هم مهم تدابیر اجرا شول: په کابل او ولایتونو کې ملکي او نظامي روغتونونو جوړ شول او په مرکز کې مستورات او د پغمان په بیګتوت کې سناتوریم جوړ شو. د ایکسرې ماشینونه کابل ته راوړل شول او دولت د روغتیایي پاکو اوبو د چمتو کولو او د غذایي موادو د روغتایي کولو او د ښاري تنظیفاتو د برنامو په اجرا سره دعامه روغتیا ډاډ خلکو ته ورکړ.
د خیریه موسساتو بنسټ هم همدا وخت کیښودل شو؛ مثلاً دارالمجانین او دارالیتام جوړ شو. په دغو ټولو اصلاحاتو کې ګڼ شمیر بهرني متخصصین په تیره بیا ترکان او جرمنیان او فرانسویان بوخت وو. ترکانو په روغتیایي چارو، نظامي برخو او قانون جوړونې کې، جرمنیانو په معارف، تخنیکی او نظامي برخو کې او فرانسویانو د معارف او لرغونپیژندنې په برخه کې کارونه وکړل. زیات هغه متخصصین چی افغانستان استخدام شوي وو، هغه جرمنیان وو.
مناقشه
غازی امان الله پوهېده چې د یوملت د رفاه، بریالیتوب او خود ارادیت لومړنی او ضروي شرط دی. د واقعي پرمختګ لپاره ریفورم یو شرط دی. یوه ټولنه به هغه وخت هوسا او سر لوړی ژوند ولري چې تعلیم او پوهه یې اول شرط وي. د پیاوړي اقتصاد او هوسا ژوند لپاره زیربنایي چارو ته ضرورت دی. له همدې امله دافغانستان منور او ترقی غوښتونکی، پاچا د ټولنیز عدالت ستر ناجي اعلیحضرت امان الله خان د نورو اصلاحاتو ترڅنګ اقتصادي او اداری چارو ته پوره توجه وکړه. د هیواد ګڼ شمیر فابریکې، دبریښنا توسعه، د لارو جوړول، د مطبوعاتو او راډیو ایجاد او د عصري معارف بنسټ همدا وخت کیښودل شو. دغه اقدامات هغه وخت لا اغیزمن شول چې مقررات او لایحې ورته وضع شوی. پدې توګه اماني دوره په افغانستان کې د اقتصادي اصلاحاتو او ریفورم پیل بلل کیږي.
نتیجه ګیری
د اسد۲۸ مه دغازي امان الله خان له نوم سره تړلې ده، دنهضتونو دغه ستر مشر، د هند د نیمی وچې د آزادی دغه ناجي، د اسلامي امت د ویاړ دغه لویه نښه، د غازیانو دغه لوی سالار، په هیواد کې دنوي ژوند او د ترقي او پرمختګ دغه لوی ریفورمیست، دهیواد دننه زړه سواندی اومشفق رهبر او په بهر کې د ترکیې د عصري کیدو دغه لوی مرستندوی او په لویدیځ کې دآسیا داتل په توګه پیژتدل شوی څیره د الله(ج) لویه عطیه او دافغانستان د تاریخ یوه ځلانده او ویاړلی نادره پیښه ده. د انګریزی استعمار دغه ماتوونکی مجاهد او د ملت غمخوار او د افغانستان د ترقی ریښتیانی غوښتونکی زموږ د هر یوه په زړونو کی ځای لري. غازی امان الله خان نه یواځې دا چی د اسلام د ستر دښمن (انګریز) او د ټولو مستضعفو ښکیل شویو هیوادنو د شتمنینو لوټمار استعمار ته ماتې ورکړه، بلکی د هیواد دننه یې ملت یو موټی کړ او د افغانستان نوم یی په نړی کې وځلاوو. انګریز د غازی امان الله خان په توره او تدبیر له داسې شرموونکي ماتې سره مخامخ شو چې تر اوسه یې نشي هیرولای، نوځکه تر اوسه پورې زموږ د ملي وحدت، ترقي او یووالي په لاره کې خنډونه اچوي او په بیلابیلو نومونو خپل جاسوسان او اجنتان را استوي او موږ ته ستونزې جوړوي، خو دا باید هیره نه کړي چی اوسنی نسل او زمونږ اوسني ځوانان هماغه د غازی امان الله خان د مکتب پیروان دي، دوی د آزادي درس له دغه ستر غازي څخه اخیستې او له وطن سره مینه یې ورڅخه زده کړې او وطن ته د خدمت روحیه یې ورڅخه په میراث وړی ده. په آخر کې د امانیه دورې یاد ددغه لوی مجاهد او د افغانستان د ستر خدمتګار ځینې اصلاحات او خدمات خلاصه کیږي:
• د اساسی قانون جوړول او د لویې جرګې له خوا یې تصویبول،
• هیواد ته د هوایي چلند معرفي کول او د الوتکو پیرودل او د هوایي ډګرونو جوړول،
• د مرییتوب پای ته رسول او د خلکو د شکایتونو د اوریدو د سیستم ایجاد،
• د مالي نظام بشپړ اصلاح کول، دهیوادلپاره د یوه نوي مترقي اقتصادي پلان جوړول ، په معاصر شکل د ملي اردو او پولیسو تهداب ګذاري،
• دښځو د حقونو تثبیت او هغوی ته په تعلیم او نورو ټولنیزوچارو کې آزادي ورکول او په قوانینو کې یې درج او ډاډمن کول،
• دبریښنا، راډیو، موتر او ریل ستیشن فعالول او په قضا کې اصلاحات،
• د ملکي تشکیلاتو سمون او توازن او دګڼ شمیر ښونځیو او کارخانو تاسیسول،
• ددولتي اداراتو اصلاح او مامورینو د کار د لوایحو جوړول،
• د عصري معارف بنیادي سمون او د بهرني مستقلانه پالیسي جوړول او په بهرنیو هیوادوکې د افغانستان دسیاسي نمایندګیو پرانیستل او له ګاونډیو هیواو سره ددوستانو اړیکو ټینګول او بهر ته د زده کړې لپاره د محصلانو استول اوزیات نور اصلاحات .
د افغانستان د ترقي او عمران لپاره ضرور ده چې دغه ډول اصلاحاتو او تدابیرو ته ادامه ورکړل شي او هیواد د هوساینې لوري ته حرکت وکړي. په داسې حال کې چې د اماني نهضت یوسل او شپږمه کلیزه لمانځو، د هېواد دترقي او آبادي لپاره خپله ژمنه نوي کوو.
تل دې وي آزادي