موږ (د آرین پښت ) هیڅکله په ځان نوم نه دی ایښی؛ دا نور دي چې د دغه پښت میړانې ته ګوته په غاښ او بیا یې ورته « آپه ګان » ستر میړني ولس نوم ورکړی او بیا د عربو او عجمو په خوله دغو افغانانو د خپل افغانیت ثبوت په ریښتیا هم ورکړی!
په ۱۸۳۹م. کې سره له دې چې د هندوستان (د سرو مرغۍ ) د انګریز په ولکه کی وه، خو د آسیا په زړه کې لا د آزادۍ او بهادرۍ وینه په جوش وه او انګریز په دې پوهېد چې دغه زړه ټولې آسیا او په تېره هندوستان ته د آزادي ژوند وربخښي. دوی ته په دې هکله د افغان- انګلیس د لومړۍ جګړې ناکام یرغل هم د عبرت درس و، نو په دې کال یې په بربنډه توګه زموږ پر وطن یو ځل بیا د بلوسېدو هڅی پيل کړی. د...