Menu with News Bar Below Repeating Banner

سیمینارها

ویدیوهای آموزشی

په افغانستان کې د مختلفو ملیتونو د زهرجن اصطلاح رواجول او د هغه تباه کونکي پایلې

په افغانستان کې د مختلفو ملیتونو د زهرجن اصطلاح رواجول او د هغه تباه کونکي پایلې

عتیق ځاځی    2026/11/09

استعمار که سور وي که تور، مشترک ستراتژیک هدفونه او شیطاني پلانونه لري چې تر ټولو مهم یې په یو ملت کې د نفاق آچول او خلک په مختلفو نومونو او هویتونو ویشل دي. د افغانستان د نیمې پیړۍ په روان ناورین کې تر ټولو تباه کونکی زهر چې د افغان ملت په اذهانو کې خپور کړل شو، هغه د روسانو لخوا په افغانستان کې د مختلفو ملیتونو د زهرجن اصطلاح رواجول وو، کوم چې بیا د حاکم حزب د هر غړي لخوا بې له فکر کولو لکه یو روباټ هره ورځ تکرار کړل شو. او لکه چې وایي؛ "چې کله یو دروغ عام شي او بیا بیا تکرار شي، بالاخره په حقیقت منل کیږي او داسې مرحلې ته رسیږي چې بیا د هغه دروغ په وړاندې رښتیا، دروغ ښکاره کیږي". دا یو حقیقت وو، چې پخواني شوروي اتحاد پخپله د مختلفو ملیتونو له مجموعې څخه تشکیل شوی وو، په بله معنی د شوروي اتحاد په دننه کې مختلفو ملیتونو د شوروي اتحاد د بیرغ لاندې ژوند کاوو؛ لکه اُزبک، تاجک، تُرکمن، قزاق، قزغز، روس او نور، کوم چې هغوی هر یو پخوا خپلواکه آزاد ملتونه، هیوادونه، ملیتونه او مستقل هویتونه وو، چې د تزاري روسیې لخوا یو په بل پسې په زور لاندۍ شوي وو. مګر د یو مستقل هیواد په توګه د افغانستان له جوړیدو وروسته، په افغانستان کې دننه هیڅکله خپلواکه ملیتونه وجود ندرلود چې په زور لاندې شوي وي، بلکه ټول یو ملت وو، کوم چې بیا د هیواد د اساسي قانون له مخې په (افغان) یادیدل. هو دا سمه ده چې په افغانستان کې دننه مختلف قامونه، قبیلې، ژبې او حتی نژادونه وو، مګر مختلف ملیتونه هیڅکله نه وو. ملیت یا Nationality په یو ملت یا Nationارتباط لري، کوم چې په افغانستان کې یوازې یو ملت یا Nation وو، چې هغه افغان وو. مونږ هیڅکله مختلف ملیتونه یا Nationalities نلرل. مګر روسانو دا د مختلفو ملیتونو اصطلاح په افغانستان کې دومره عام او رواج کړه، چې د افغان د واحد ملت په منځ کې یې یو ستر نفاق او بیلتون جوړ کړ او خلک یې د دښمني تر سرحده سره بیل کړل. د نجیب د حکومت د سقوط مهم عامل همدغه نفاق وو چې د حاکم حزب په دننه کې بې مسئولیته او بې پرنسیپه جنرالانو او د حزب مشرتابه د خپلې ایډیالوژي او عقیدې په خلاف په پښتون او غیر پښتون سره وویشل شول او د خپلمنځي وحدت په ځای یې د مختلفو جهادي ډلو سره ځانونه وتړل. بالاخره هماغو ګمراه شوو جنرالانو په لوی لاس حکومت د مجاهدینو مختلفو ډلو ته تسلیم کړ، کوم چې کابل یې د وینو په حمام بدل کړ. او بیا چې کله د اسلامي احزابو یو کاذب مشترک حکومت جوړ شو، په هغه حکومت کې هم اسلام او جهاد چې دوی یې څوارلس کاله تبلیغ کاوو له ټولو هیر شو. مختلف اسلامي او جهادي ډلې او تنظیمونه د ژبني او قامي نفاق په علت په کابل کې د یو او بل سره په جګړو اخته شول، چې د افغانستان د تاریخ تر ټولو توره پاڼه یې د کابل ښاریانو په وینو ولیکله. حتی هر اسلامي حزب د بل اسلامي حزب په ضد جهاد اعلان کړ، چې په نتیجه کې یې د افغانستان پایتخت اور اور وسوځیده او په زرګونه بې ګناه ښاریان ووژل شول. همدا رنګه د تیر جمهوریت د سقوط عامل هم د همدغه تباکونکي نفاق د دوام مرض وو، چې شل کاله د یو واحد دولت او حکومت لوړ پوړي چارواکي د پوره دولتي امتیازاتو څخه په استفاده د خپل دولت په خلاف په ډاګه فعالیتونه کول. دوی د هغه دولت په ضد په فعالیت بوخت وو کوم چې دوی یې په مشرتابه کې وو. قامي او ژبنی نفاق د افراط او بې شرمی داسې سرحد ته ورسید چې حتی بهرنیانو لا له افغانانو څخه خپل لاسونه پریمنځل او دې نتیجې ته ورسیدل چې له افغانانو څخه څه شی نه جوړیږي او افغانستان یې دوه لاسي طالبانو ته تسلیم کړ. ممکن هغه پخواني خائینین او نفاق آچونکي به ظاهراً پخپلو تیرو اعمالو پښیمانه وي، مګر دوی دا د نفاق ساري مرض دومره خپور کړی چې ددوی دوهم نسل او پیروان لا د خپل اوسني ذلت او ذوال له حالت څخه ناخبره لاهم هماغه نفاق ته لمن وهي. دا د نفاق ساري مرض افغانان دومره سره ویشلي او ‌‌‌ذهناً یې د یو او بل په مخالفت کې دومره مصروف ساتلي دي، چې په افغانستان کې یې دا اوسنی روان ناورین هیر کړی دی، ځکه چې ټوله ورځ د یو او بل سره په بې ځایه قامي او ژبني دښمنی کې مصروف پاته شوي دي. دا کسان بې لدې چې یوه لحظه ځانونه په آئینه کې وویني او له ځانه پوښتنه وکړي چې څوک یم، چیرې یم او څرنګه دداسې ذلت او ذوال سره مخامخ شوم؟ او ددې پوښتنو د ځواب په لټه کې شي، نو ممکن د خپل ذلت او ذوال په علتونو پوه شي. مګر نه، دوی د تیرو ګناهونو وجداني عذاب دومره ګمراه کړي دي چې غواړي د هماغه تباه کونکي نفاق په لا خپرولو ځانو ته کاذب روحي سکون ورکړي. حتی دې ته هم حاضر دي چې د افغانستان بدترین دښمنانو ته د افغانستان د لا تباهي په هدف لاسونه ورکړي. ټوله ورځ به بې ځایه لګیا وي، څوک به افغان نه مني، څوک به افغانستان نه مني او څوک به خراسان جوړوي. په مقابل کې بیا ځینې پښتانه هم ددوی سره په دښمني او تضاد کې د طالب د متعصب رژیم د تبلیغ چینلونه ګرځیدلي دي، مګر په منځ کې افغانستان او د افغان ملت سبا له ټولو هیر شوی دی. حتی هغه کسان چې ځانونه پوهان، ډاکټران او لیکوالان ګڼي هغوی هم شپه او ورځ د نفاق آچونکو سره په بې ګټې مقابله او مباحثه کې دومره بوخت دي، چې لدوی څخه هم په افغانستان کې روان ناورین یا هیر شوی او یاهم ورسره عادي شوي دي، کوم چې هلته د نسلونو نه جبران کیدونکي تباهي روانه ده. د افغان ملت په منځ کې دا معلوم الحاله نفاق آچونکي پداسې لاعلاجه رواني مرض اخته شوي دي چې علاج یې ناممکن ښکاري. هیڅ امکان نلري چې دا کسان دِ له منحرفې لارې وګرځول شي او د هیواد او د افغان ملت ملي منافعو ته متوجه کړل شي. مګر چې ترڅو زمونږ پوهان او لیکولان ددوی خبرو ته اهمیت ورکوي او ددوی هر تور او تُهمت ته ځواب ورکوي، دوی ته ځانونه لا نور هم مهم ښکاري او لدوې څخه په لوی لاس مطرح شخصیتونه جوړیږي. ددوی بې ځایه او بې ګټو خبرو ته اهمیت ورکول، دوی لاهم دې ته هڅوی چې خلک پخپلو زهرجنو تبلیغاتو مصروت وساتي. هغوی چې وایې زه افغان نه یم، نه دِ وي، څه فرق کوي؟ فکر کوم چې ددوی په مقابل کې بهترین عکس العمل، ددوی خبرې بې اهمیته ګڼل او ځواب نه ورکول دي او بس، تر څو دوی خپله د حقارت احساس وکړي او کرار کرار له خلکو هیر شي. راځئ چې د نفاق په لاعلاجه مرض ککړ شوي او ګمراه شوي نفاق آچونکي هیر کړو او د افغانستان روان حالت ته متوجه شو. دا سمه ده چې طالبانو د خپل حاکمیت په لنډه مرحله کې ډیرې د نه منلو لاسته راوړنې لرلې، چې هغه له سرتاسري امنیت څخه نیولې، د لارو د خلاصون، د قدرت د جزیرو له منځه وړل او افغانستان ته له تجزیې څخه نجات ورکولو پورې. همدارنګه دوی په اقتصادي برخه کې هم د توجه وړ لاسته راوړنې لرلې، ډیرې لویې پروژې یې په کمو امکاناتو پیل کړلې او ځینې یې تکمیل ته هم ورسولې. مګر دا لاسته راوړنې ددې معنی نه ورکوي چې دوی دا لوی ملت په هیڅ کې وشمیري او افغانستان خپل شخصي بزنس وګڼي. په افغانستان کې دا پنځه کاله یو ډیر تباکونکی حالت روان دی چې که چیرې مخنیوی یې دیر ژر ونشي او د حل لارې ورته ونه لټول شي، افغانستان به د یو نه جبران کیدونکي ناورین سره مخامخ شي. پنځه کاله کیږي چې نیم نفوس له تعلیم او کار څخه منع کړل شوی دی. زه د یو پخواني معلم په صفت دا تجربه لرم چې که یو شاګرد به یوازې د یو څو ورځو لپاره له درس او صنف څخه لیرې پاته شو، هغه شاګرد به په ټول کال کې د غیابت د ورځو د درسونو جبران نشو کولای. نو فکر وکړئ چې که د شاګردانو غیابت څو ورځې نه، بلکه کلونو ته ورسیږي، آیا هغه ضایع شوي کلونه به جبران شي؟ ځکه نو دا پنځه کاله په هیڅ صورت نشي جبران کیدلای او که همداسې دوام وکړي، دا د افغان ملت ابدي تباهي ده. د طالبانو حاکمیت یوازې د دیني مدرسو په جوړولو او د مدرسو په خپرولو تمرکز کوي، مګر عصري علومو ته چندانې اهمیت نه ورکوي. په زرګونه مدرسې جوړې شوي دي او لا هم جوړیږي چې نتیجه به یې یوازې د لکونو ملایانو او قاریانو فارغیدل وي. نپوهیږم چې آیا افغانستان به دومره ملایانو او قاریانو ته ضرورت او د جذب ظرفیت ولري؟ او که یې د جذب ظرفیت ونلري، نو د مدرسو څخه د لکونو ملایانو او قاریانو سرنوشت به څرنګه وي؟ عصري تعلیم او علوم چې د هر هیواد د بقا لپاره اشد ضرورت دی، مګر په افغانستان کې داسې بې اهمیته شوی چې نه سم معلمان یا استادان پاته دي او نه هلکان د درسونو سره علاقه ښئي. حتی په ځینو ښونځیو کې د ځینو ساینسي مضامینو معلمان لا ملایان مقرر شوي دي. پخواني معلمان او استادان یا تحقیر کیږي او یا هم منفک کیږي. پوه او باتجربه معلمان او استادان دې ته مجبوریږي چې یا له هیواده فرار وکړي او یا هم د یوې کراچۍ پر سر ترکاري خرڅ کړي. مګر بیا ها خوا لیدل کیږي چې پاکستاني استادان مقرریږي او د افغان استاد په پرتله څو چنده معاش هم ورکول کیږي. ځکه نو معارف په تپه دریدلی دی، چې په یو هیواد کې معارف نه وي، د هغه هیواد راتلونکی به څرنګه وي؟ دا یوه ستره تباهي ده چې باید افغانان ورته متوجه شي. په کلتوري برخه کې؛ د افغان د پیړیو دود او دستور، افغاني کلتور چې په هغه کې جرګې، قامي مشران، ملي قانون، ملي بیرغ، ملي سرود، هنر، موزیک، سینما، تیاتر، اتڼ، افغاني ښایسته کالي او ډیر نور، هرڅه د ورکیدو په حال کې دي، کوم چې دا ټول د یو ملت هویت وي او یو ملت په همدې کلتوري ځانګړتیاوو پیژندل کیږي. حتی د افغان د تاریخ د ملي شخصیتونو نومونه لا لیرې کیږي یا تحقیر کیږي او په ځای یې د پخواني عربو نومونه د افغان په ملي مؤسساتو کیښودل کیږي. کرار کرار افغانان خپل هغه پخوانی هویت له لاسه ورکوي. پنځه کاله شو چې په هیواد کې اساسي قانون وجود نلري، دا پدې معنی چې نه د دولت مسئولیت او د صلاحیت حدود معلوم دي او نه هم د هر فرد حقوق او مسئولیت. ویل کیږي چې شریعت زمونږ قانون دی، مګر هماغه شرعي قانون هم لا تر اوسه پورې ماده وار لیکل شوی ندی چې د ملت او دولت مخې ته خلاص پروت وي، چې په هغه کې هر فرد خپل حق او مسئولیت وپیژني او هم دولت د خپل صلاحیت او مسئولیت حدود. شریعت د افغانستان په مختلفو ځایونو کې د هغه ځای د چارواکي په خوښه تطبیق کیږي. متأسفانه چې زمونږ ډیر لوستي افغانان لا هم د هماغو نفاق آچونکو د تبلیغاتو تر تأثیر لاندې د هغوی سره په بې ګټو ناندریو مصروف پاته دي. په نتیجه کې یې یا د هیواد ناوړه حالات هیر کړي دي او یا هم د روان حاستعمار که سور وي که تور، مشترک ستراتژیک هدفونه او شیطاني پلانونه لري چې تر ټولو مهم یې په یو ملت کې د نفاق آچول او خلک په مختلفو نومونو او هویتونو ویشل دي. د افغانستان د نیمې پیړۍ په روان ناورین کې تر ټولو تباه کونکی زهر چې د افغان ملت په اذهانو کې خپور کړل شو، هغه د روسانو لخوا په افغانستان کې د مختلفو ملیتونو د زهرجن اصطلاح رواجول وو، کوم چې بیا د حاکم حزب د هر غړي لخوا بې له فکر کولو لکه یو روباټ هره ورځ تکرار کړل شو. او لکه چې وایي؛ "چې کله یو دروغ عام شي او بیا بیا تکرار شي، بالاخره په حقیقت منل کیږي او داسې مرحلې ته رسیږي چې بیا د هغه دروغ په وړاندې رښتیا، دروغ ښکاره کیږي". دا یو حقیقت وو، چې پخواني شوروي اتحاد پخپله د مختلفو ملیتونو له مجموعې څخه تشکیل شوی وو، په بله معنی د شوروي اتحاد په دننه کې مختلفو ملیتونو د شوروي اتحاد د بیرغ لاندې ژوند کاوو؛ لکه اُزبک، تاجک، تُرکمن، قزاق، قزغز، روس او نور، کوم چې هغوی هر یو پخوا خپلواکه آزاد ملتونه، هیوادونه، ملیتونه او مستقل هویتونه وو، چې د تزاري روسیې لخوا یو په بل پسې په زور لاندۍ شوي وو. مګر د یو مستقل هیواد په توګه د افغانستان له جوړیدو وروسته، په افغانستان کې دننه هیڅکله خپلواکه ملیتونه وجود ندرلود چې په زور لاندې شوي وي، بلکه ټول یو ملت وو، کوم چې بیا د هیواد د اساسي قانون له مخې په (افغان) یادیدل. هو دا سمه ده چې په افغانستان کې دننه مختلف قامونه، قبیلې، ژبې او حتی نژادونه وو، مګر مختلف ملیتونه هیڅکله نه وو. ملیت یا Nationality په یو ملت یا Nationارتباط لري، کوم چې په افغانستان کې یوازې یو ملت یا Nation وو، چې هغه افغان وو. مونږ هیڅکله مختلف ملیتونه یا Nationalities نلرل. مګر روسانو دا د مختلفو ملیتونو اصطلاح په افغانستان کې دومره عام او رواج کړه، چې د افغان د واحد ملت په منځ کې یې یو ستر نفاق او بیلتون جوړ کړ او خلک یې د دښمني تر سرحده سره بیل کړل. د نجیب د حکومت د سقوط مهم عامل همدغه نفاق وو چې د حاکم حزب په دننه کې بې مسئولیته او بې پرنسیپه جنرالانو او د حزب مشرتابه د خپلې ایډیالوژي او عقیدې په خلاف په پښتون او غیر پښتون سره وویشل شول او د خپلمنځي وحدت په ځای یې د مختلفو جهادي ډلو سره ځانونه وتړل. بالاخره هماغو ګمراه شوو جنرالانو په لوی لاس حکومت د مجاهدینو مختلفو ډلو ته تسلیم کړ، کوم چې کابل یې د وینو په حمام بدل کړ. او بیا چې کله د اسلامي احزابو یو کاذب مشترک حکومت جوړ شو، په هغه حکومت کې هم اسلام او جهاد چې دوی یې څوارلس کاله تبلیغ کاوو له ټولو هیر شو. مختلف اسلامي او جهادي ډلې او تنظیمونه د ژبني او قامي نفاق په علت په کابل کې د یو او بل سره په جګړو اخته شول، چې د افغانستان د تاریخ تر ټولو توره پاڼه یې د کابل ښاریانو په وینو ولیکله. حتی هر اسلامي حزب د بل اسلامي حزب په ضد جهاد اعلان کړ، چې په نتیجه کې یې د افغانستان پایتخت اور اور وسوځیده او په زرګونه بې ګناه ښاریان ووژل شول. همدا رنګه د تیر جمهوریت د سقوط عامل هم د همدغه تباکونکي نفاق د دوام مرض وو، چې شل کاله د یو واحد دولت او حکومت لوړ پوړي چارواکي د پوره دولتي امتیازاتو څخه په استفاده د خپل دولت په خلاف په ډاګه فعالیتونه کول. دوی د هغه دولت په ضد په فعالیت بوخت وو کوم چې دوی یې په مشرتابه کې وو. قامي او ژبنی نفاق د افراط او بې شرمی داسې سرحد ته ورسید چې حتی بهرنیانو لا له افغانانو څخه خپل لاسونه پریمنځل او دې نتیجې ته ورسیدل چې له افغانانو څخه څه شی نه جوړیږي او افغانستان یې دوه لاسي طالبانو ته تسلیم کړ. ممکن هغه پخواني خائینین او نفاق آچونکي به ظاهراً پخپلو تیرو اعمالو پښیمانه وي، مګر دوی دا د نفاق ساري مرض دومره خپور کړی چې ددوی دوهم نسل او پیروان لا د خپل اوسني ذلت او ذوال له حالت څخه ناخبره لاهم هماغه نفاق ته لمن وهي. دا د نفاق ساري مرض افغانان دومره سره ویشلي او ‌‌‌ذهناً یې د یو او بل په مخالفت کې دومره مصروف ساتلي دي، چې په افغانستان کې یې دا اوسنی روان ناورین هیر کړی دی، ځکه چې ټوله ورځ د یو او بل سره په بې ځایه قامي او ژبني دښمنی کې مصروف پاته شوي دي. دا کسان بې لدې چې یوه لحظه ځانونه په آئینه کې وویني او له ځانه پوښتنه وکړي چې څوک یم، چیرې یم او څرنګه دداسې ذلت او ذوال سره مخامخ شوم؟ او ددې پوښتنو د ځواب په لټه کې شي، نو ممکن د خپل ذلت او ذوال په علتونو پوه شي. مګر نه، دوی د تیرو ګناهونو وجداني عذاب دومره ګمراه کړي دي چې غواړي د هماغه تباه کونکي نفاق په لا خپرولو ځانو ته کاذب روحي سکون ورکړي. حتی دې ته هم حاضر دي چې د افغانستان بدترین دښمنانو ته د افغانستان د لا تباهي په هدف لاسونه ورکړي. ټوله ورځ به بې ځایه لګیا وي، څوک به افغان نه مني، څوک به افغانستان نه مني او څوک به خراسان جوړوي. په مقابل کې بیا ځینې پښتانه هم ددوی سره په دښمني او تضاد کې د طالب د متعصب رژیم د تبلیغ چینلونه ګرځیدلي دي، مګر په منځ کې افغانستان او د افغان ملت سبا له ټولو هیر شوی دی. حتی هغه کسان چې ځانونه پوهان، ډاکټران او لیکوالان ګڼي هغوی هم شپه او ورځ د نفاق آچونکو سره په بې ګټې مقابله او مباحثه کې دومره بوخت دي، چې لدوی څخه هم په افغانستان کې روان ناورین یا هیر شوی او یاهم ورسره عادي شوي دي، کوم چې هلته د نسلونو نه جبران کیدونکي تباهي روانه ده. د افغان ملت په منځ کې دا معلوم الحاله نفاق آچونکي پداسې لاعلاجه رواني مرض اخته شوي دي چې علاج یې ناممکن ښکاري. هیڅ امکان نلري چې دا کسان دِ له منحرفې لارې وګرځول شي او د هیواد او د افغان ملت ملي منافعو ته متوجه کړل شي. مګر چې ترڅو زمونږ پوهان او لیکولان ددوی خبرو ته اهمیت ورکوي او ددوی هر تور او تُهمت ته ځواب ورکوي، دوی ته ځانونه لا نور هم مهم ښکاري او لدوې څخه په لوی لاس مطرح شخصیتونه جوړیږي. ددوی بې ځایه او بې ګټو خبرو ته اهمیت ورکول، دوی لاهم دې ته هڅوی چې خلک پخپلو زهرجنو تبلیغاتو مصروت وساتي. هغوی چې وایې زه افغان نه یم، نه دِ وي، څه فرق کوي؟ فکر کوم چې ددوی په مقابل کې بهترین عکس العمل، ددوی خبرې بې اهمیته ګڼل او ځواب نه ورکول دي او بس، تر څو دوی خپله د حقارت احساس وکړي او کرار کرار له خلکو هیر شي. راځئ چې د نفاق په لاعلاجه مرض ککړ شوي او ګمراه شوي نفاق آچونکي هیر کړو او د افغانستان روان حالت ته متوجه شو. دا سمه ده چې طالبانو د خپل حاکمیت په لنډه مرحله کې ډیرې د نه منلو لاسته راوړنې لرلې، چې هغه له سرتاسري امنیت څخه نیولې، د لارو د خلاصون، د قدرت د جزیرو له منځه وړل او افغانستان ته له تجزیې څخه نجات ورکولو پورې. همدارنګه دوی په اقتصادي برخه کې هم د توجه وړ لاسته راوړنې لرلې، ډیرې لویې پروژې یې په کمو امکاناتو پیل کړلې او ځینې یې تکمیل ته هم ورسولې. مګر دا لاسته راوړنې ددې معنی نه ورکوي چې دوی دا لوی ملت په هیڅ کې وشمیري او افغانستان خپل شخصي بزنس وګڼي. په افغانستان کې دا پنځه کاله یو ډیر تباکونکی حالت روان دی چې که چیرې مخنیوی یې دیر ژر ونشي او د حل لارې ورته ونه لټول شي، افغانستان به د یو نه جبران کیدونکي ناورین سره مخامخ شي. پنځه کاله کیږي چې نیم نفوس له تعلیم او کار څخه منع کړل شوی دی. زه د یو پخواني معلم په صفت دا تجربه لرم چې که یو شاګرد به یوازې د یو څو ورځو لپاره له درس او صنف څخه لیرې پاته شو، هغه شاګرد به په ټول کال کې د غیابت د ورځو د درسونو جبران نشو کولای. نو فکر وکړئ چې که د شاګردانو غیابت څو ورځې نه، بلکه کلونو ته ورسیږي، آیا هغه ضایع شوي کلونه به جبران شي؟ ځکه نو دا پنځه کاله په هیڅ صورت نشي جبران کیدلای او که همداسې دوام وکړي، دا د افغان ملت ابدي تباهي ده. د طالبانو حاکمیت یوازې د دیني مدرسو په جوړولو او د مدرسو په خپرولو تمرکز کوي، مګر عصري علومو ته چندانې اهمیت نه ورکوي. په زرګونه مدرسې جوړې شوي دي او لا هم جوړیږي چې نتیجه به یې یوازې د لکونو ملایانو او قاریانو فارغیدل وي. نپوهیږم چې آیا افغانستان به دومره ملایانو او قاریانو ته ضرورت او د جذب ظرفیت ولري؟ او که یې د جذب ظرفیت ونلري، نو د مدرسو څخه د لکونو ملایانو او قاریانو سرنوشت به څرنګه وي؟ عصري تعلیم او علوم چې د هر هیواد د بقا لپاره اشد ضرورت دی، مګر په افغانستان کې داسې بې اهمیته شوی چې نه سم معلمان یا استادان پاته دي او نه هلکان د درسونو سره علاقه ښئي. حتی په ځینو ښونځیو کې د ځینو ساینسي مضامینو معلمان لا ملایان مقرر شوي دي. پخواني معلمان او استادان یا تحقیر کیږي او یا هم منفک کیږي. پوه او باتجربه معلمان او استادان دې ته مجبوریږي چې یا له هیواده فرار وکړي او یا هم د یوې کراچۍ پر سر ترکاري خرڅ کړي. مګر بیا ها خوا لیدل کیږي چې پاکستاني استادان مقرریږي او د افغان استاد په پرتله څو چنده معاش هم ورکول کیږي. ځکه نو معارف په تپه دریدلی دی، چې په یو هیواد کې معارف نه وي، د هغه هیواد راتلونکی به څرنګه وي؟ دا یوه ستره تباهي ده چې باید افغانان ورته متوجه شي. په کلتوري برخه کې؛ د افغان د پیړیو دود او دستور، افغاني کلتور چې په هغه کې جرګې، قامي مشران، ملي قانون، ملي بیرغ، ملي سرود، هنر، موزیک، سینما، تیاتر، اتڼ، افغاني ښایسته کالي او ډیر نور، هرڅه د ورکیدو په حال کې دي، کوم چې دا ټول د یو ملت هویت وي او یو ملت په همدې کلتوري ځانګړتیاوو پیژندل کیږي. حتی د افغان د تاریخ د ملي شخصیتونو نومونه لا لیرې کیږي یا تحقیر کیږي او په ځای یې د پخواني عربو نومونه د افغان په ملي مؤسساتو کیښودل کیږي. کرار کرار افغانان خپل هغه پخوانی هویت له لاسه ورکوي. پنځه کاله شو چې په هیواد کې اساسي قانون وجود نلري، دا پدې معنی چې نه د دولت مسئولیت او د صلاحیت حدود معلوم دي او نه هم د هر فرد حقوق او مسئولیت. ویل کیږي چې شریعت زمونږ قانون دی، مګر هماغه شرعي قانون هم لا تر اوسه پورې ماده وار لیکل شوی ندی چې د ملت او دولت مخې ته خلاص پروت وي، چې په هغه کې هر فرد خپل حق او مسئولیت وپیژني او هم دولت د خپل صلاحیت او مسئولیت حدود. شریعت د افغانستان په مختلفو ځایونو کې د هغه ځای د چارواکي په خوښه تطبیق کیږي. متأسفانه چې زمونږ ډیر لوستي افغانان لا هم د هماغو نفاق آچونکو د تبلیغاتو تر تأثیر لاندې د هغوی سره په بې ګټو ناندریو مصروف پاته دي. په نتیجه کې یې یا د هیواد ناوړه حالات هیر کړي دي او یا هم د روان حالت سره عادي شوي دي، چې پخپله دا عادي کیدل د ملت د ذوال نښې دي. د بهر میشتو افغان پوهانو دا مسئولیت دی چې پدې سختو حالاتو کې د پښتون، تاجک او اُزبک ویلو په ځای د هیواد روانو حالاتو ته متوجه شي او په ملي هوډ یو او بل ته لاس ته لاس ورکړي، د یو مشترک آدرس په لټه شي، ترڅو چې هم دننه د تالبانو سره او هم د بهرنیانو سره د خبرو لپاره یو واحد او مشترک آدرس پیداشي. الت سره عادي شوي دي، چې پخپله دا عادي کیدل د ملت د ذوال نښې دي. د بهر میشتو افغان پوهانو دا مسئولیت دی چې پدې سختو حالاتو کې د پښتون، تاجک او اُزبک ویلو په ځای د هیواد روانو حالاتو ته متوجه شي او په ملي هوډ یو او بل ته لاس ته لاس ورکړي، د یو مشترک آدرس په لټه شي، ترڅو چې هم دننه د تالبانو سره او هم د بهرنیانو سره د خبرو لپاره یو واحد او مشترک آدرس پیداشي.



Footer Layout Persian Footer with Noto Font